د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۸

د ناټو عمومي منشي وايي چې افغان حکومت باید د سولې د هڅو یوه برخه وي


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د سولې په روانو هڅو کې د افغانانو پر ګډون ټینګار کوي او وایي چې افغان حکومت باید د سولې د هڅو مهمه برخه وي.

طالبانو له پخوا راهیسې ټینګار کاوه چې یوازې له امریکا سره به خبرې وکړي، خو له هغه مهاله چې له امریکايي چارواکو سره یې تماسونه زیات شول او دواړو خواوو په خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ، خپل دریځ یې نور هم سخت کړ او په پرله‌پسې ډول وايي چې نه غواړي له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په ځانګړي مرکه کې همدا راز وویل چې ناټو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هېڅ امکان نه‌لري چې په افغانستان کې دې دوامداره سوله د افغان حکومت له بشپړ ګډون پرته ټینګه شي. نو ځکه موږ له طالبانو سره د ښاغلي خلیل‌زاد د روانو تماسونو ملاتړ کوو څو د افغانانو په مالکیت د پخلاینې د یوې پروسې د شرایطو د رامنځته کولو لپاره موافقې ته ورسېږي او طبعاً افغان حکومت باید د دې پروسې یوه برخه وي. نو امکان نه‌لري چې هلته د حکومت او نورو افغانانو له ګډون پرته دوامداره سوله ټینګه شي."

د ناټو عمومي منشي په مسکو کې د افغانستان د سیاسي ډلو او طالبانو د استازو ترمنځ وروستۍ غونډې ته د اشارې په ترڅ کې یادونه وکړه چې روسیه او د افغانستان د جګړې ټول ښکېل اړخونه باید د ښاغلي خلیل‌زاد د هڅو ملاتړ وکړي.

خلیل‌زاد تېره شپه پر ټویټر په یوه پیغام ولیکل چې د جرمني په مونیخ ښار کې یې له ولسمشر اشرف غني سره د پلان شوې مشورتي جرګې او د بین‌الافغاني خبرو د سمدستي اړتیا په اړه رغنده خبرې وکړې.

ولسمشر غني چې په نړیواله امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره په مونیخ کې دی، په روانه اوونۍ کې چارواکو ته دنده وسپارله چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت په اړه د ملي اجماع د رامنځ ته کولو لپاره د کب میاشتې ترپایه ملي مشورتي جرګه راوبولي.

په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې ګړندۍ شوي دي، د سولې د موافقې په صورت کې د هېواد د راتلونکي په تېره د ښځو د حقونو، بشري حقونو او د بیان د ازادۍ د برخلیلک په اړه اندیښنې هم په زیاتېدو دي.

له ازادي راډیو سره په مرکه کې د ناټو عمومي منشي ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې نړیواله ټولنه به د سولې د هڅو ترڅنګ دا اندیښنې هم له پامه ونه غورځوي.

د ناټو عمومي منشي
د ناټو عمومي منشي

سټولټنبرګ وویل:

"که موږ سوله ولرو، که اوربند ولرو او که سیاسي حل‌لاره ولرو نو طبعاً د ټولو افغانانو په ګټه به وي په تېره ښځې او ماشومان چې تل په جګړو او کړکېچونو کې زیانمنېږي. ماته د ډموکراسۍ، بشري حقونو او سولې ترمنځ کوم تضاد نه ښکاري. موږ سولې، ډموکراسي او بشري حقونو ته اړتیا لرو."

د ناټو د عمومي منشي له څرګندونو یوه ورځ مخکې طالبانو په یو بیان کې وویل چې د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ مه نېټه، په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو له خبرو مخکې به دواړه لوري را روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې سره وګوري.

د پاکستان حکومت او طالبانو دواړو په اسلام اباد کې د امریکايي چارواکو او طالبانو غونډه تأیید کړې ده.

طالبانو دا هم ویلي چې د دوی پلاوی به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري.

XS
SM
MD
LG