د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۱

ارګ: له راتلونکو ټاکنو وروسته نور انتخابات به په مختلط سیسټم ترسره شي

د نوي انتخاباتي قانون له مخې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات نه بلکې له هغه وروسته هر ډول انتخابات به د څو اړخېز یا مختلط انتخاباتي سیسټم په اساس ترسره کیږي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو د کارونو له پیلېدو وروسته په عدلیې وزارت کې ثبت سیاسي ګوندونه او کمېسیونونه باید د مختلط سیسټم په اړه طرحه په یوه میاشت کې چمتو او د تصویب لپاره یې کابینې ته ولیږي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي چې د انتخاباتو نوي قانون په دوهمه ماده کې راغلي چې له راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو وروسته به نور انتخابات په مختلط انتخاباتي سیسټم ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه چې ولسمشر کوم فرمان ورکړی په دوهمه ماده کې راغلي چې را روان نه بلکې له هغې وروسته انتخابات به د څو بعدي سیسټم په اساس ترسره کېږي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

مختلط یا (MDR) انتخاباتي سیسټم کې په یوه انتخاباتي حوزه کې به د سیاسي ګوندونو کاندیدان، د مستقلو کاندیدانو ائتلاف او د سیاسي ګوندونو د ائتلاف کاندیدان له یو د بل سره سیالي کوي.

په دې سیسټم کې به لوی سیاسي ګوندونه په یوازې ځان خپل کاندیدان ولري او کوچني ګوندونه به هم د دې چانس لري چې د نورو وړو ګوندونو سره ائتلاف جوړ او له لویو ګوندونو سره سیالي وکړي.

یوه ډله مستقل کاندیدان هم کولای شي سره یو انتخاباتي ټکټ جوړ او بیا رأیی د لېست پر اساس په خپلو منځو کې سره وویشي.

د دغه سیسټم پلویان وايي چې په‌دې سیستم کې رأی ډیرې نه ضایع کېږي ځکه چې له یوې چوکۍ اضافي راېې کېدای شي د سیاسي ګوند او د مستقلو کاندیدانو او سیاسي ګوندونو د ائتلاف په لېست کې شاملو نورو کاندیدانو ته ولېږدول شي.

څو اړخېز انتخاباتي سیستم به په هېواد کې د ولسي جرګې، ولايتي شورا او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو لپاره کارول کېږي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه له هغې جملې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا مختلط انتخاباتي سیسټم د افغانستان اوسني وضعیت لپاره ښه بولي.

خو د حقوقي چارو افغان کارپوهان وايي، دغه سیسټم به یو بل بحران ته لاره هواره کړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې نصرت الله حقپال ازادي راډیو ته وویل:

"که انتخابات څو اړخېز یا څو بعدي انتخاباتي سیسټم په اساس ترسره کېږي، دغه سیسټم به فساد ته لاره هواره کړي او د خلکو په رایو به سوداګري وشي."

د افغانستان پخوانۍ او د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د واحدې نه لیږدیدونکی رایی سیستم یا (SNTV) سیسټم په اساس ترسره کیږي.

راپور: رحمت الله افغان

This item is part of
XS
SM
MD
LG