د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د انتخاباتي کمېسیونونو د لیرې شویو غړو نه د شنبې په ورځ څېړنې پیلېږي


د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

د انتخاباتي کمېسیونونو د ممنوع‌الخروجو رئیسانو او غړو څېړنې چې له دندو نه په ناوړه استفادې تورن شوي، پیلېدو ته نږدې شوې دي.

د افغانستان لویه څارنوالۍ وايي، د دې ادارې ګمارل شوی پلاوی به د انتخاباتي کمېسیونونو د لیرې کړای شویو غړو څېړنې، د شنبې په ورځ پیل کړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له دې وروسته، پلاوی به د راتلونکې اوونۍ له پیل سره خپلې څېړنې پیل کړي او مسلکي کارونه چې د قضیې د پر مخ بیولو لپاره ضرور دي، یو یو به پیل شي. د دغو غړو دوسیې د امنیتي ارګانونو له‌خوا دوی ته لېږل شوي چې د رئیسانو په ګډون د دغو غړو له‌خوا له دندو نه ناوړه ګټه اخیستنه په‌کې شامله ده او څېړنو ته ضرورت لري.​"

د لویې څارنوالۍ بېنر
د لویې څارنوالۍ بېنر

د افغانستان لویه څارنوالۍ د افغانستان له خلکو غواړي چې که د انتخاباتي کمېسیونونو د غړو له‌خوا د وظیفوي صلاحیت نه د ناوړه ګټه اخیستنې په تړاو اسناد او مدارک ولري، دغې ادارې ته دې وسپاري.

د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د انتخاباتو د قانون د بدلون په طرحه کې له تصویب او توشېح وروسته، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړه چې په‌دې سره د انتخاباتي کمېسیونونو غړي لیرې شوي ګڼل کېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په همدې ورځ د یوه فرمان په صادرولو سره، د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاء رئیسان د انتخاباتي کمېسیونونو د سرپرستانو په توګه وګمارل.

ولسمشر د انتخاباتو د قانون د بدلون پر بنسټ له سیاسي ګوندونو او انتخاباتو پورې له اړوندو بنسټونو وغوښتل چې تر یوې اوونۍ پورې دې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو غړو لپاره خپل لېستونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ولېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له دغه اعلانه څو ساعته وروسته د افغانستان لویې څارنوالۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د انتخاباتي کمېسیونونو د رئیسانو او غړو د ممنوع‌الخروجۍ خبر ورکړ.

د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه د ولسي جرګې تر انتخاباتو وروسته او مخکې د انتخاباتي کمېسیونونو غړي د خلکو او د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو له‌خوا، په کمزوري مدیریت او په رأیو کې په درغلیو تورن شوي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې انتخاباتي کمېسیونونه، د ولسي جرګې له انتخاباتو وروسته، تر څلورو میاشتو پورې ونه‌توانېدل چې د ټولو ولایتونو د انتخاباتو نتایج وروستي کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون یوازې د ۱۸ ولایتونو د انتخاباتو وروستي نتایح اعلان کړي چې د کابل او کوچیانو د حوزې په ګډون، د نورو ولایتونو تر اوسه هم پاتې دي.

په ورته وخت کې حقوق‌پوهان وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو پر غړو لوی تور پورې شوی او باید په جدي توګه ورته رسېدنه وشي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس او د سترې محکمې پخوانی مرستیال فضل احمد معنوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، د لویې څارنوالۍ له‌خوا د څېړنو د نتایجو تر څرګندېدو پورې دې د ولسي جرګې د انتخاباتو نتایج وځنډېږي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس او د سترې محکمې پخوانی مرستیال فضل احمد معنوي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پخوانی رئیس او د سترې محکمې پخوانی مرستیال فضل احمد معنوي

نوموړی وايي:

"د دغو لویو تورونو پر اساس چې موجود دي، باید رسیدګي ورته وشي، خو غوره دا ده چې د څېړنو د نتایجو او د محکمې د حکم تر څرګندېدو پورې دې د انتخاباتو نتایج وځنډېږي، که ځیني غړي محکوم شي، د انتخاباتو په نتایجو او مشروعیت به ناوړه اثر وکړي."

بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید له ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل، د انتخاباتي کمېسیونونو د دارالانشاء رئيسان چې د کمېسیونونو د سرپرستانو په توګه ګمارل شوي، د انتخاباتو په نتایجو کې د مداخلې صلاحیت نه‌لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د ده په خبره اړتیا ده چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو غړو تر ټاکل کېدو پورې د ولسي جرګې د انتخاباتو رأیې قرنطین شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG