د ناټو عمومي منشي وايي، په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت اولویت ورته لري.
ینس سټولټنبرګ نن د فبرورۍ په ۱۴مه، دا خبره د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د دفاع وزیرانو د غونډې په پېل کې وکړه. هغوی نن پر افغانستان بحث کوي.
سټولټنبرګ وویل:
"د ناټو غړي به له افغانانو سره یوځای او د شرایطو د ګډ درک پر اساس، د خپل ماموریت د ایندې پرېکړه کوي، هدف دا دی چې موږ د تل لپاره هلته پاتې نهشو."
ناټو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ میلادي کاله به د افغانستان امنیتي ځواکونه تمویلوي.
د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې ۱۷۰۰۰ عسکر لري چې تر نیمايي زیات یې امریکایان دي.