د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

له بنګله‌دیشه د کرکټ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله


د نیوزلېنډ او بنګله‌دېش تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله.

دا لوبه چې نن د نېوزلېنډ په کوربه‌توب تر سره شوه چې په‌کې لومړی توپ‌وهنه بنګله دېشۍ لوبډلې وکړه.

بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکله چې نیوزلېنډۍ لوبډلې بیا دا هدف یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵م اوور کې پوره کړ.

دواړه هېوادونه په خپلو منځو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ لري چې تردې دمه یو د صفر پر وړاندې کوربه نیوزلېنډ مخکې دی.

د دغه لړۍ دوهمه لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه او وروستۍ یوه يې هم په شلمه نېټه تر سره کیږي.

XS
SM
MD
LG