د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۱

افغان چارواکي: وروستیو ورښتونو ځينو ولایتونو کې جدي ستونزې رامنځته کړي


افغان چارواکي وايي، وروستیو پرله‌پسې ورښتونو په ځينو ولایتونو کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.

طبیعي پېښتو ته د رسېدو په برخه کې د دولت د وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس وايي، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د پام وړ واورې او بارانونه وریدلي، خو دغو ورښتونو په هرات کې خلکو ته زیانونه هم رسولي دي.

ښاغلی سیاس وايي، د ورښتونو له کبله په هرات کې راوتلي سیلاب شاوخوا سل کورونه تخریب او څو کسان يې وژلي دي.

خو ده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، لارې ډېرې نه‌دي بندې شوي او د هرات په شمول په هغو سیمو کې چې څه ستونزې را ولاړې شوي ورته د رسېدو هڅې روانې دي.

طبیعي پېښتو ته د رسېدو په برخه کې د دولت د وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس
طبیعي پېښتو ته د رسېدو په برخه کې د دولت د وزارت مرستیال محمد اسلم سیاس

ښاغلي سیاس زیاته کړه:

"موږ داسې څه راپور نه لرو چې خلک په لویو لارو کې بند پاتې وي خو د رسوباتو او سیلابونو پر وړاندې زموږ هڅې روانې دي او محدود شمېر څه تلفات هم شته، د نغدو پیسو په شمول له ټولو امکاناتو ښه استفاده شوي او تر اوسه کوم ولایت د امکاناتو د نشتون راپور ندی راکړی."

ښاغلی سیاس وايي چې په وروستیو څو ورځو کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بارانونه شوي خو په بامیانو، دایکنډي، پروان، بدخشان او د کابل په ځينو ولسوالیو کې درنې واورې هم وریدلي دي.

له دې سره د ولسي جرګې د طبیعو سرچینو او د چاپیریال ساتنې د کمېسیون رئیس صفي الله مسلم وايي، د افغانستان په شمال ختیځ په تېره هم په بدخشان ولایت کې واورو د څو ولسوالیو لارې بندې کړي دي.

د ده په وینا ان د بدخشان مرکز فیض اباد ته په نږدې ولسوالیو کې هم د واورې اندازه تر یوه متر رسیږي خو تر اوسه زیانمنو خلکو ته لازم کومکونه نه دي رسیدلي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازی خلیل احمد شهیدزاد پېښو ته د رسېدو وزارت د څرګندونو په خلاف وايي چې په هرات کې هم تر اوسه ډېرې مواصلاتي لارې تړلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"له دوه درېیو ورځو راهیسې چې په هرات کې باران او واورې تېزې شوي د اسلام قلعه په لار څلور کسان وژل شوي او په ځينو نورو لارو سلګونه کسان د سیلابونو د راوتلو له کبله بند پاتې دي او په همدې ډول د هرات په ښار کې د سیلاب اوبه په کوڅو او د خلکو په کورونو ننوتلي دي."

له پروانه د ازادي راډيو خبریال هم وايي چې په سالنګونو کې سختې واورې شوي او دا لویه لار د تګ راتګ پر مخ تړل شوي.

له دې سره په ولسي جرګه کې د فاریاب د خلکو استازي رنګینه کارګر وايي چې د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې هم سخت ورښتونه د لارې د بندیدو او خلکو ته د ځینو زیانونو سبب شوي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG