د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

افغان ولسمشر د ولسمشریزو ټاکنو د شفافیت په هدف ۲ فرمانونه صادر کړل


افغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو د شفافیت په هدف دوه بېلابېل فرمانونه صادر کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یو ۱۲ ماده‌ییز فرمان کې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخاباتي بهیر سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو اصول او رفتار داسې واضح کړل.

د دغه فرمان له مخې د کمېسیونونو د دفترونو او د رایو مرکزونو د امنیت خوندیتوب، بشپړه بې طرفي، له هېڅ کاندیده نه ملاتړ، په خپل سر د رایو مرکزونه ته نه تګ او د رایو مرکزونو ته د وسله‌والو کسانو د تګ مخنیوی هغه موادر دي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په کې ټینګار شوی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته دغه فرمان چې د امنیتي ارګانونو په اړه دی داسې ولوست:

"د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او همدا شان د ملي امنیت عمومي ریاست مکلف دي چې په مرکز او ولایتونو کې د انتخاباتي کمېسیونونو د کار کوونکو، د رأیو مرکزونو، د رأیو د شمېرلو او د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د خلکو فعال ګډون لپاره لازم امنیتي تدابیر ونیسي."

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

په دغه فرمان کې ویل شوي که افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په فرمان کې له راغلو اصولو سرغړونه وکړه، د درغلیو د تثبیت او د موجوده اسنادو په صورت کې به د تعقیب لپاره اړوند عدليې او قضايي مراجع ته معرفي کېږي.

همداشان امنیتي ارګانونه موظف شوي چې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري یاست په انتخاباتو کې د نه لاسوهنې کړند لاره چمتو او د ملي امنیت شورا دفتر ته وسپاري.

دا فرمان داسې مهال صادریږي چې په تېرو انتخاباتو کې یو شمېر امنیتي او دفاعي منسوبینو او چارواکو مداخله کړې وه او د یو ځانګړي کاندید په ګټه یې کار کړی و.

افغان ولسمشر په راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو کې د دولتي کارکوونکو او چارواکو د نه مداخلې په اړه یو بل فرمان هم صادر کړی.

په دغه څلور ماده ییز فرمان کې راغلي چې ټول دولتي چارواکي او کارکوونکي مکلف دي چې په انتخاباتي بهیر کې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره لازمه همکاري وکړي.

همداشان د بې طرفي رعایت، د یو کاندید په ګټه له دولتي تسهیلات ګټه نه اخېستل، رأیه ورکوونکو باندې فشار نه راوړل، د کارکوونکي په توګه کمېسیونونو ته کسانو نه معرفي کول، له خپل موقف او دندنې استفاده نه کول او د دندې پرمهال د معلوماتو حفظ هغه موادر دي چې په دغه فرمان کې ورباندې ټینګار شوی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دغه فرمان داسې ولوست:

"وزارتونه او د جمهوري ریاست ادارې موظفې دي چې د ۱۳۹۸ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو بهیر په اړه د دولتي ادارو د کارکوونکو او چارواکو د نه مداخلې په اړه کړندلاره جوړه او د ملي امنیت شورا دفتر ته وسپاري."

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

د انتخاباتي ناظر بنسټونه له هغې جملې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتي پروسې کې د چارواکو د مداخلې مخینوی نه یوازې د شفافیت لپاره مهم دی، بلکې انتخاباتي عدالت هم تضمینوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG