د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

۳۰ کاله وروسته، په مسکو کې د افغانستان د اشغال په‌اړه د نوي نظر هڅه!


که څه هم د پخواني شوروي اتحاد وروستي رهبر منلې وه چې د افغانستان اشغال تېروتنه وه، داسې څرګنديږي چې ۳۰ کاله وروسته، په مسکو کې په‌دې اړه د نوي نظر د جوړولو هڅه کېږي.

یا لږ تر لږه یو شمېر روسان چې د افغانستان په جګړه کې یې ګډون درلود، دې خونړۍ حادثې ته د مثبت تعبیر د موندلو هڅې کوي.

د پخواني شوروي پوځي ځواکونه په ۱۹۷۹ میلادي کال کې په افغانستان کې د حاکم کمونست رژیم د ملاتړ لپاره هغه هېواد ته ورغلل.

هغوی د مجاهدینو پر وړاندې تر لس کاله جنګ وروسته، په ۱۹۸۹ میلادي کال کې ووتل.

دا د پخواني شوروي د شکست تر ټولو شرمناکه پېښه بلل کېږي.

د شوروي وروستی عسکر د ۱۹۸۹ میلادي کال فبرورۍ په ۱۵مه له افغانستانه ووتل.

له افغانستانه د شوروي عسکرو د وتلو پروګرام د پخواني شوروي د وروستي واکمن، میخائیل ګورباچف د واکمنۍ پرمهال عملي شو.

د پخواني شوروي اتحاد له‌خوا د افغانستان اشغال اړه د نوي نظر جوړولو هڅه کېږي.

د زیاتو سیاستوالو په باور، په افغانستان کې د پخواني شوروي ځواک ته داسې سخته ضربه ورکړل شوه چې د شوروي سیسټم د ړنګېدو سبب شو.

خو په دې اړه ضد اونقیض نظرونه خپرېږي.

میخائیل کوژوکوف د افغانستان د اشغال په کلونو کې خبریال و.

هغه د کومسومولسکایا پراودا په نوم ورځپاڼې ته کار کاوه او د په افغانستان کې د جګړې په اړه يې رپوټونه جوړول.

میخائیل کوژوکوف
میخائیل کوژوکوف

د دې خبریال په وینا، د پخواني شوروي عسکر له افغانستانه د وتلو په وخت خوشحال نه وو، خو خواشیني هم نه معلومېدل.

هر شوروي عسکر پردې فکر کاوه چې ژر او مصؤن خپل کورته ستون شي.

رپوټونه وايي چې په افغانستان کې د لس کلن خونړي کمپاین په ترڅ کې، ۱۴۰۰۰ شوروي عسکر ووژل شول.

د روسي خبریال کوژوکوف په وینا، شوروي عسکر چې سره بیرغونه یې رپول د دوستۍ پرپله چې پر امو دریاب جوړ شوی او افغانستان یې د پخواني شوروي له جمهوریت ازبکستان سره وصل کړی، تېرېدل.

کوژوکوف ویلي چې په وروستۍ ورځ، پر دې پله دیوه شل کلن ځوان تابوت هم تېر شو.

هغه ځوان عسکر ایګور لیاخوویچ نومېده او یوه ورځ مخکې تردې چې خپل کور ته د وتلو اجازه واخلي، په افغانستان کې وژل شوی و.

کوژوکوف ویلي:

"د لارې په اوږدو کې افغانانو لکه متحرک اشباح له غرونو او درو موږ ته را کتل او د شوروي د قوت ماتېدو ته یې کتل. د کلیو خلکو موږ ته له کرکې ډک نظر کاوه ځکه موږ هغوی د نامعلوم برخلیک لاس ته پرېښودل."

دې روسي خبریال د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ میلادي کلونو ترمنځ د کرملېن د رسنیو په دفتر کې کار کړی او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په اړه ښه شناخت لري.

هغه ویلي، د افغانستان د اشغال پرېکړه ناسمه، بې مفهومه او خواشینونکې وه.

عبدالله خاکمیوف وویل:

عبدالله خاکیموف د پخواني شوروي له هغو عسکرو دی چې د بېلابېلو دلیلونو پر اساس په افغانستان کې پاتې شوي دي.

هغه اوس په هرات کې اوسي او د جهاد په موزیم کې کار کوي.

خاکیموف د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې دی او نور ۲۱ شوروي عسکر په افغانستان کې پاتې کېدو ته مجبور شول.

د خاکمیوف مجبوریت دا و چې په شنډنډ کې په جګړه کې زخمي او له مجاهدینو سره اسیر شوی و.

"زه په ابتدا کې سترې پر لار وم چې شوروي به را وګرزي او موږ به یوسي خوهغوي هېڅ کله هم بیا زموږ حال وا نه خیست. "

د پخواني شوروي وروستي واکمن، میخائیل ګورباچوف په ۱۹۸۹ میلادي کال کې د ګلاسنوست یا شفافیت په نوم نوې پالیسي جوړه کړه چې له مخې یې د افغانستان اشغال رسماً ناسم کار وبلل شو.

خو داسې ګڼل کېږي چې روسیه د پخواني قضاوت د بدلولو هڅې کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ظاهراً د افغانستان د اشغال دفاع وکړه او ويې ویل چې د پخواني شوروي رهبرانو له حقیقي ګواښونو سره مقابله کوله. خو ویې وېې منله چې تېروتنې په کې زیاتې وې.

د روسیې د پارلمان د دفاعي چارو کمېټې د ۲۰۱۹ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې یوه طرحه پارلمان ته وړاندې کړه چې د شوروي له لوري دافغانستان د اشغال ملاتړکوی.

په دې طرحه کې ویل شوي چې د دې مسئلې غندل له سیاسي او اخلاقي پلوه د تاریخي عدالت اصول تر پښو لاندې کوي.

دا طرحه تر اوسه رایېګیري ته نه ده وړاندې شوې.

د شوروي اتحاد ځواکونه
د شوروي اتحاد ځواکونه

په دې طرحې کې ویل شوي چې د پخواني شوروي رهبرانو له افغانانو سره مرسته وکړه چې له تروریستي او افراطي ډلو سره مبارزه وکړي.

خو عبدالله خاکیموف پر خپل نظر ولاړ دی او وايي چې دافغانستان اشغال سم کار نه و.

د هغه له نظره ، پخواني شوروي پر افغانستان جنګ تحمیل کړ او یوازې د افغانستان د نیولو لپاره یې ځواکونه افغانستان ته استولي وو.

د مېموریال په نوم د بشري حقونو د څارنې په اداره کې تاریخ پوه اېرېنا شیرباکووا هم ورته نظر لري.

دا روسۍ تاریخ پوهه د یووار بیا د روسیې او غرب ترمنځ د سیاسي رقابت زیاتېدو ته اشاره کوي او وايي چې:

"مسکو د افغانستان د جنګ د بیا مطرح کولو له لارې غواړي چې له غرب سره خپل تازه مخالفت توجیه کړي. "

XS
SM
MD
LG