د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې ولسمشرمحمد اشرف غني د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون په هدف جرمني ته روان شو.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاحسین مرتضوي د چهارشنبې ورځ په کابل کې یوې خبري ناسته ته وویل:
"د ولسمشر محمد اشرف غني نننۍ سفر جرمني ته ده هغه به د مونیخ په کلنۍ امنیتي ناسته کې ګډون کوي او پهدغه سفر کې به ولسمشر د ځینو هېوادونو له سیاسي او پوځي چارواکو سره ملاقاتونه او خبرې ولري."
د جرمني په مونیخ ښار کې هر کال کلنۍ امنیتي غونډه جوړېږي چې پهکې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مشران، وزیران، سیاسي او امنیتي کارپوهان د نړۍ د امنیت په اړه خپل نظرونه سره شریکوي.
- دا چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دغه سفر کې کوم لوړي پوړي افغان چارواکي ملګرتیا کوي؟
- او د کومو هېوادونو له چارواکو سره به ملاقاتونه ولري؟
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دې اړه به جزیات وروسته خپاره شي.
روان کال په افغانستان کې امنیتي وضعیت تر بل هر وخت زیات خراب و چې د وسلهوالو مخالفانو ترڅنګ پهکې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنیتي چارو افغان کارپوهان وايي، محمد اشرف غني باید په دغه ناست کې د افغانستان امنیتي وضعیت له نړیوالو سره شریک کړي.
د دغو کارپوهانو له ډلې د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، نړیوال مکلف دي چې د افغانستان د روان امنیتي وضعیت سره د سمون په هدف لازمې مرستې وکړي:
"محمد اشرف غني باید په یاده ناسته کې د ترورېزم په وړاندې د افغان ځواکونو د قربانیو یادونه وکړي، څو نړیوال په پوره جزئیاتو د افغانستان له وضعیته خبرې شي، له روان امنيتي وضعیته د خلاصون په هدف نړیوال مجبور دي چې له افغانستان سره مرسته وکړي."
دا چې د سږکال د مونیخ د امنیتي غونډه اجنډا څه ده او په کومو مسایلو به پهکې خبرې کېږي، تراوسه یې بشپړمعلومات نهدي ورکړل شوي.
راپور: رحمت الله افغان