د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۸

سټولټنبرګ: له افغانستانه د ځواکونو د وتلو پرېکړه نه‌ده شوې


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د سولې په هر راز خبرو کې شامل وي.

ده زیاته کړه چې د ناټو ماموریت به په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه برابره کړي.

سټولتنبرګ وویل چی ناټو په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي:

"د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نه‎ده شوې، خو موږ یوې سوله‎ییزې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره له هڅو په کلکه ملاتړ کوو او د همدې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیل‎زاد سره په اړیکه کې یو او هغه په وروستیو اوونیو کې د ناټو متحدانو ته درې ځلې معلومات ورکړي دي. دغه‎راز غواړم د سولې او اوربند لپاره چې تېر کال‎یې اعلان کړ، د ولسمشر غني له هڅو ستاینه وکړم."

په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه
په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه

سټولټنبرګ وویل، دوی نه غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې واوسي، خو هغه وویل چی ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د افغان ځواکونو سره مرسته کوي، څو دوی خپل هېواد پیاوری کري.

نن چهارشنبې، د ناټو د دفاع وزیران د منځني واټن ویشتونکي اټمي وسلو د تړون په ګډون چې په وینا یې روسیې هغه مات کړی دی، پر دفاعي مسایلو سره بحث کوي او نظرونه شریکوي.

سبا پنجشنبې به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړي.

دوی به روان وضعیت هم وارزوي او پرهغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي - د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې او مرستې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي.

دا په‌داسې حال کې ده چې طالبانو په تکراري توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې. طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې هم رد کړې دي.
اوس‌مهال د ناټو تر شپاړس زره زيات سرتيري- افغان ځواکونه روزي، سلامشوره ورکوي او مرسته ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG