د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

د ملي امنیت شورا: په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو لړۍ په شدت روانه ده


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان د ملي امنیت شورا په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په هدف په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو راوستل پیل کړي چې لړۍ یې لا روانه ده.

  • د امنیتي ارګانونو په مشرتابه کې بدلون.
  • له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته د امنیتي ارګانونو د وضعیت بدلول.
  • د حکومت له لیرې شویو چارواکو څخه د وسلو او وسایطو راټولول، هغه اصلاحات دي چې د امنیت په خاطر د ملي امنیت د شورا له‌خوا پیل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو لړۍ پیل شوې او په شدت روانه ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین

نوموړي وویل:

"موږ په امنیتي سکټور کې جدي اصلاحات پیل کړي چې په جدي توګه پر مخ ځي، دلته یوازې د دولتي وسایطو بحث نه‌دی، بلکې د امنیتي سکټور په مشرتابه کې هم جدي بدلونونه راغلي دي، په امنیت شورا کې هم بدلونونه پیل شوي او دا پروسه په جلا توګه پر مخ روانه ده او د امنیتي وضعیت، شفافیت، عدالت او د دولتي امکاناتو نه به له ښې استفادې سره مرسته وکړي."

ښاغلي ارین وویل، کوم دولتي وسایط او امکانات چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې له ځینو کسانو سره چې اوس‌مهال دولتي کارکوونکي نه‌دي موجود دي، ټول به راجسټر، راټول او نظام ته به وسپارل شي.

ښاغلي ارین وویل، دا کار به په هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تېره اوونۍ امنیتي ارګانونو ته سپارښتنه کړې، کوم زرهي وسایط چې د ملي امنیت شورا د پخواني سلاکار حنیف اتمر په وخت کې یو شمېر دولتي چارواکو ته ورکړل شوي وو، راټول دې شي.

په‌دې وروستیو کې د کورنیو چارو وزارت جنرال دین محمد جرأت ته چې د ولسمشر پخوانی سلاکار او د امنیت شورا پخوانی مرستیال هم و، وخت ورکړی چې په ۷۲ ساعتونو کې دې دولتي وسلې او وسایط دغه وزارت ته وسپاري.

مخکې له دې د کورنیو چارو پخواني سرپرست وزیر امرالله صالح هم په کابل او ولایتونو کې د امنیت د ټینګښت په خاطر، په‌دغه وزارت کې یو لړ بدلونونه راوستي وو.

بل‌خوا د امنیتي چارو ځیني پوهان د ملي امنیت شورا دغه اقدام ستايي او وايي چې دغه هڅه به په هېواد کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کوي.

افغان کارپوه محمد اګل مجاهد
افغان کارپوه محمد اګل مجاهد

د دغو کارپوهان له ډلې محمداګل مجاهد ازادي راډیو ته وویل:

"پرته له شکه د پوځي برخو نه د نظامي تجهیزاتو راټولول، بلکې له ملکي ادارو نه هم د دغه تجهیزاتو راټولول، مثبت اثر لري. د ملت مال د بیت‌المال مال او ټول ملت پورې اړه لري، له دغو تجهیزاتو څخه باید په دولتي دندو کې کار واخیستل شي، داسې نه‌شي کېدای چې له عامه ملکیت نه‌دې شخصي ګټه واخیستل شي. په خواشینۍ سره په دومره موده کې ترې استفاده وشوه."

ښاغلی مجاهد وايي، که د دولت له‌خوا د حکومتي وسایطو راټولولو ته پیاوړې اراده موجوده وي او قانون په ټولو یو شان پلی شي، دغه پروسه بریالۍ کېږي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG