نننۍ ازادي راډيويي مجله پهدې هنري او ادبي مسایلو راښکلې شوې ده:
- د غږ مجلې له مرستیال مدیر سره مرکه.
- په هنر جاج کې ډاکتر محب وزیر سره له سپټمبر له پېښې راوروسته د پښتو ناول لیکنې جاج اخلو.
- فنکار برخه کې له ځوان شاعر جلیل جلیلي سره د هغه په شاعرۍ غږېږو.
- په زرپاڼه کې به لنډه کیسه «ستونی» واوروئ.
- په ادب جام کې به د پښتو ژبې یو مشهور او صوفي شاعر عبدالرحمان بابا د ژوندانه احوال واورئ.
- او په ورېښمین خیال کې مړ شوي پلار ته د یوه یتیم ماشوم نارې واورئ.
دا خپرونه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:
لیکوال او جوړوونکی: پوهنیار محبوبشاه محبوب