د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

د سولې شورا: د مشورتي لویې جرګې جوړېدل به بې له شکه مثبت رول ولوبوي


د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د مشورتي لویې جرګې جوړېدل به د سولې د بهیر په بریا کې پرته له کوم شکه مثبت رول ولوبوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، مشورتي لویې جرګې ته د ټولنې د مختلفو اقشارو استازي رابلل کېږي او دغه شورا ډاډه ده چې مشورتي جرګه به په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره ګټوره تمامه شي.

د دې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون وايي، د مشتورتي لویې جرګې د جوړېدو په اړه د ولسمشر پرېکړه د سولې په برخه کې د ولسمشر پرېکنده دریځ ښيي او په دې اړه له خلکو سره مشورو ته لار هواروي.

ښاغلي اوچقون د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په دغه مشورتي جرګه کې به د خلکو د استازو پرېکړې عملي نتیجه ولري.

دی زیاتوي:

"اصلي پرېکړه کوونکي د افغانستان خلک دي، د سولې په بهیر کې طبعیتاً خلک بیه پرې کوي او قرباني ورکوي، نو د افغانستان خلک او استازي په دغه جرګه کې له لوړ او ښه ځایه برخمن دي او کومې پرېکړې چې په دغه مشورتي جرګه کې کېږي، د ارزښت وړ او عملي بڼه به ولري."

ښاغلی اوچقون وايي، دغې مشورتي جرګې ته له ټول هېواده څه باندې زر تنه رابلل کېږي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د مرستیال په خبره، په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو اغېز لرونکي او مخور استازي ګډون کوي چې د ده په خبره، پرېکړې به یې پر طالبانو هم د پام وړ اغېز ولري.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په يوه مشورتې ناسته کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزي ته دنده وسپارله چې د کب د میاشتې تر وروستیو پورې د مشورتي لویې جرګې جوړولو ته تیاری ونیسي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشر محمد اشرف غني له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی هم د دغې جرګې جوړېدل مهم بولي او ټینګار کوي چې دغې مشورتي لویې جرګې ته باید د هېواد له ګوډ ګوډه د خلکو رښتیني استازي راوبلل شي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی
د افغانستان د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی

نوړي وویل:

"له حکومته مو دا غوښتنه ده چې جرګه په بې پرې ډول ترسره کړي او له ټول هېواده با نفوذه او هغه خلک چې په جرګو کې تجربه لري، حتی هغه خلک چې له اوسني حکومت او ولسمشر سره مخالفت هم لري، دغې جرګې ته را وبولي، یعنې رښتینې جرګه را وغواړي چې د ټولو اړخونو لپاره د منلو او اغېز لرونکې هم وي."

په داسې حال کې چې طالبانو تر دې مهاله له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کوم چمتووالی نه دی ښودلی، خو ولسمشر محمد اشرف غني د يکشنبې په ورځ په ننګرهار کې يوې لویې ولسي جرګې ته وویل، چمتو دی چې طالبانو ته په کابل، ننګرهار یا کندهار کې دفترونه پرانېزي.

اوس به ولیدل شي چې مشورتي لویه جرګه به تر کومې کچې وتوانېږي چې د سولې د بهیر په وړاندې پرتې ستونزې لېرې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرو ته زمینه برابره کړي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG