د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۳۷

د سولې په تړاو د کابل چاپ ورځپاڼو ننني مطالب څه وایي؟


د سولې او پخلاینې لپاره روانې هلې ځلې او د انتخاباتو بهیر هغه مهم مسایل دي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې په کابل کې د خپرېدونکو ورځپاڼو د بحثونو مهمه برخه جوړوي.

د کابل ورځپاڼو نن هم د خپلو بحثونو زیاته برخه د سولې او پخلاینې لپاره د روانو هلو ځلو وروستیو پرمختګونو ته ځانګړې کړې ده.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې د ولسمشر اشرف غني په حواله لیکلي دي چې د راتلونکې کب میاشتې په وروستیو کې به د سولې مشورتي لویه جرګه راوبلل شي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې مشورتي لویه جرګه کې باید د هېواد ټولو بانفوذو اشخاصو او د ټولنې هر قشر ته د ګډون بلنه ورکړای شي، څو د سولې په اړه بحثونه پراخ شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ځینو پخوانیو چارواکو د مشورتي لویې جرګې د رابللو په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې دا به غوره وي چې د مشورتي لویې جرګې پر ځای دودیزه لویه جرګه راوبلل شي او دا ځکه چې دودیزه لویه جرګه اجرائیه صلاحیت لري.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې بیا د سولې د روانو هڅو په اړه د حضرت عمر زاخېلوال څرګندونې راخيستي دي او د ده په حواله یې لیکلي دي چې په حکومت کې ځیني کسان د سولې هڅې سبوتاژوي.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي زاخېلوال له لنډمهالي حکومت سره د حکومتي چارواکو د مخالفت برخلاف افغان سیاستوال له روانې وضعې د وتلو یوازنۍ لار د لنډمهالي حکومت جوړېدل بولي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ښاغلي زاخېلوال په دې ټینګار کوي چې افغانان له هر څه زیات سولې ته اړتیا لري او په هره بیه چې ممکنه وي، سوله غواړي، نو پکار ده چې ملي ارزښتونو ته په پام سره هېڅ څوک دې د سولې لپاره د لنډمهالي حکومت له جوړېدو سره مخالفت نه کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې د ولسمشر له خوا د سولې د مشورتي لویې جرګې د رابللو اهدافو ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې د سولې د مشورتي جرګې د رابللو یو هدف دا دی چې د سولې روانې هڅې لا ګړندۍ شي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت په ورته وخت کې د امریکا له خوا د سولې لپاره د روانو هڅو چې له افغان حکومت سره په مشوره کې روانې دي، ملاتړ هم کوي.

ورځپاڼه لیکي چې افغان حکومت دا باور څرګندوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا روانې هڅې د بین الافغاني خبرو د پیل امکانات هم برابروي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د سولې په تړاو د وروستیو پرمختګونو په اړه د افغان حکومت د اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د هرې هڅې او اقدام ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي وي.

ورځپاڼه لیکي چې اجرائیه رئیس دا هم وویل، که په کور دننه د سیاستوالو ترمنځ اجماع موجوده نه وي، د سولې د ټینګښت لپاره کېدونکي اقدامات نتیجه نه ورکوي او له دغه حالته هغه کسان استفاده کوي چې د جنګ په دوام کې خپلې ګټې ویني.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د سولې د عالي شورا د دارلانشاء رئیس محمد عمر داودزي د ناټو له ملکي استازي سره په کتنه کې د سولې لپاره په کېدونکو هڅو کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې ښاغلي داودزي په واضح ډول وویل چې د سولې لپاره روانې هڅې د افغانانو په مشرۍ او ملکیت پر مخ وړل کېږي او د سېمې او نړۍ هېوادونه یوازې د ملاتړ کوونکو رول لوبوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ناټو ملکي استازي د سولې روانې هڅې هیله بخښونکې وبللې او د سولې د عالي شورا دریځ یی تأیید کړ، څو د سولې د روانو هڅو د ملاتړ لپاره په کېدونکو هڅو کې دی زیاته همغږي په پام کې ونیولې شي.

XS
SM
MD
LG