د ترکمنستان چارواکو پلازمېنې ته نږدې د یوشمېر ښونځیو زده کوونکي او ښوونکي دې ته اړ کړي چې سیمې ته د ولسمشر د سفر په درشل کې شااوخوا نږدې سړکونه پاک کړي.
د ازادي راډیو د ترکمني څانګې د راپور له مخې، چارواکو تېره اوونۍ د عشق اباد د ښوونځیو امرانو ته امر وکړ چې خپل زده کوونکي پلازمېنې ته یوې نږدې پرتې سیمې ته بوځي او سړکونه او واټونه پرې پاک کړي، ځکه ولسمشر قربان ګلي بیردي محمدوف د اوونۍ د پای رخصتیو د تېرولو لپاره هلته ځي.
په دې کمپاین کې د نږدې ۵۰ ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ګډون درلود.
زده کوونکو په لویو ډانګونو د ونو پاڼې توږلې او نورو به پاکولې.
د دې کمپاین هدف د سیمې د واټونو، پلو لارو او هغو لویو لارو پاکول وو چې د ولسمشر د موټرو کاروان پرې تېرېده.
د یوه ښوونځي امر وویل چې د دې کار لپاره مخکې له مخکې زده کوونکو ته هېڅ نه وو ویل شوي.
دې ښوونکي د ازادي راډیو ترکمني څانګې ته وویل چې خلک حتی یوه ورځ مخکې هم نه وو خبر چې د لارو د پاکولو کمپاین پیلېږي.
یاد شوی ښوونکی له دې وېرېږي چې چارواکي یې ونه ځوروي، نو نه غواړي چې نوم یې افشا شي، ځکه ترکمنستان هغه هېواد دی چې د بیان ازادي او پر چارواکو انتقادونه نه زغمي.
بیردي محمدوف چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې واکمن دی، په دې ورځ یې د پلازمېنې په لمن کې یوې پرتې سیمې ته سفر په پام کې درلوده، خو د یوشمېر ښوونځیو امرانو چې سخت په غوصه وو، په عشق اباد کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې چارواکو د ولسمشر د تلو دقیقه لاره دوی ته ونه ښوده او امر یې وکړ چې باید ټولې لارې ښې پاکې او صفا شي.
د دې ورځې په سبا د ترکمنستان دولتي رسنیو راپور ورکړ چې ولسمشر بیردي محمدوف د بایسکل ځغلولو لپاره سهار وختي د کوپیت داګ ښایسته غونډۍ ته تللی و.
دا سیمه د عشق اباد په لمنو کې پرته ده چې پلازمېنه ترې ښکارېږي او ډېره ښایسته منظره لري.
د دولتي ویبپاڼې د راپور له مخې، بیردي محمدوف همداراز د اخېل تېکې په نوم د اسانو د ساتنې لوی مرکز ته هم ولاړ.
په راپور کې د ولسمشر هغه تصویر هم خپور شوی چې له یوه ښکلي سپین اس سره په څنګ کې ولاړ دی.
خو په راپور کې د ښار د واټونو او کوڅو د پاکولو لپاره د سلګونه زده کوونکو د جبري کار یادونه نه ده شوې.