د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

ارګ: ولسمشر غني او امریکایي پلاوی د سولې تر ټینګښته پر نظامي یووالي سلا شوي


د افغانستان د ارګ ماڼۍ
د افغانستان د ارګ ماڼۍ

ولسمشر غني او امریکايي پلاوی په دې سلا شوي چې د کابل او واشنګټن نظامي یووالی به د بشپړې سولې تر ټینګښته دوام کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د امریکا د دفاع له سرپرست وزیر سره په خبرو کې د جنوبي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ستراتيژي بریالۍ بللې، خو ویلي يې دي چې لا هم په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د وسله والو ځالې فعالې دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ له پاتريک شاناهان سره په کتنه کې په دې هم ټینګار وکړ چې د یادې ستراتيژۍ له مخې د وسله والو ځالې له منځه وړل یو ستراتيژیک هدف و چې نه دی ترسره شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو ستونزو د له منځه وړلو لپاره د دواړو لورو تر منځ ټينګار په دې وشو چې د کابل او واشنګټن نظامي یووالی به د بشپړې سولې تر ټینګښته دوام وکړي.

په کتنه کې دا هم ویل شوي چې د ترهګرۍ ضد جګړه او د سولې بهیر به د تلپاتې سولې تر وخته دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شاناهان د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او دلته يې له بېلابېلو افغان چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وايي، پاتريک شاناهان د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر او د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره هم وکتل.

د دغې شورا ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل، د واړو لورو د سولې په بین الافغاني خبرو او له افغان ځواکونو سره پر مرستو ټينګار وکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین

ده زیاته کړه:

"د امریکا د متحده ایالاتو پلاوي د افغانستان د دفاع په وزارت کې د ظرفیتونو د لوړېدو ستاینه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې خپلو همکاریو ته په تېره هم له افغان دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي."

دی وايي، دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د سولې په صورت کې به د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې ساتل کېږي.

د نظامي چارو څېړونکی باري عارض وايي، کابل ته د شاناهان سفر په مهم وخت کې تر سره شوی دی.

دی وايي، دغه سفر او د شاناهان ژمنو ته ځکه هم په مهم نظر کتل کېږي چې له دې وړاندې د امریکا جمهور رئیس وخت نا وخته له افغانستانه د ځواکونو د وتلو ویلي دي.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر بیا کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې له سپینې ماڼۍ ورته هېڅ داسې امر نه دی شوی چې له مخې يې دوی ځواکونه کم کړي.

امریکا دا وخت په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره عسکر لري او له ترورېزم سره د مبارزې تر څنګ يې له وسله والو طالبانو سره د سولې خبرې هم ګړندۍ کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG