د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۴

ولسمشر غني د حوت په وروستیو کې د سولې د لویې مشورتې جرګې د جوړولو اعلان وکړ


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان حکومت وايي، په راتلونکې حوت میاشت کې به په مرکز کابل کې د سولې لویه مشورتي جرګه جوړه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان لمریز کال د حوت د میاشتې په وروستیو کې د سولې د لویې مشورتې جرګې د جوړولو اعلان وکړ.

ښاغلي غني چې د دوشنبې په ورځ ناوخته يې په ارګ کې د سولې یوې مشورتې ناستې ته خبرې کولې، د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزي ته دنده وسپارله چې دغې جوړوېدونکې جرګې ته تیاری ونیسي.

ده زیاته کړه:

"دا وطن د جرګو وطن دی، ستاسې په مشوره چې مشوره پراخه او سرتاسري شي او پایله يې یوه لویه مشورتي جرګه وي، په سر سترګو د منلو ده، جناب داودزی صیب! پر تاسې غږ کوم چې د حوت په وروستیو کې دا لویه مشورتي جرګه په کابل کې جوړه کړئ، حکومت او ټول اقشار به درسره وي."

نوموړي وویل چې په دې مشورتي لویه جرګه کې باید د افغانستان ټولو بانفوذو اشخاصو، مشرانو او د ټولنې هر قشر ته بلنه ورکړل شي، تر څو د سولې په اړه په کې پراخه بحثونه وشي.

ښاغلي غني همداشان وویل چې په یوه کور کې د سولې په اړه بېلابېلو غږونو ته اړتیا نشته او باید په دې اړه یو غږ شتون ولري.

سوله په احساساتو نه راځي، موږ باید زغم ولرو او هدفمند واوسو، نو د دې لپاره د یو او بل منلو ملي بحث ته اړتیا ده.

ده خپلو خبرو په دوام دا هم وویل چې د سولې په خبرو کې د طالب زندانیانو په موضوع هم خبرې کېدای شي، ځکه د ښاغلي غني په خبره، دا یوه انساني مسئله ده.

ښاغلي غني همدا شان د راتلونکي کال د حمل د میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کابل پروسې د درېيمې ناستې په اړه خبر هم ورکړ او ويې ویل چې په دې ناسته کې به په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو پر لارو چارو او پر افغان کډوالو خبرې وشي.

ښاغلي غني سولې ته د رسېدو په برخه کې هېواد ته د افغان کډوالو راستنېدل مهم وبلل او ويې ویل چې له دوی پرته به بشپړه سوله ونه لرو.

ده وویل، له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرو ته حاضر دی، خو د ده په خبره، د خبرو له پیل وړاندې هر ډول شرط کېښودل له افغان دودونو او د جرګې له اصولو ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي وویل:

"زه ټولو طالبانو ته وایم، په هر څه چې تاسې غواړئ خبرې وکړئ بسم الله، زه په جرګه کې زېږېدلی یم، په جرګه کې لوی شوی یم، په جرګه کې خلک مخکې له مخکې شرایط نه ټاکي، د جرګې په پایله کې سړی راځي چې کوم مسایل دي، نو دا وطن زرګونه کاله په جرګو چلېدلای، راځئ چې بیا يې وچلوو."

نوموړي یو وار بیا په بین الافغاني خبرو ټينګار وکړ او ویې ویل چې په افغاني مذاکراتو کې یوې پایلې ته رسېدای شو.

له دې یوه ورځ وړاندې ولسمشر غني په ننګرهار کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته هم په خبرو کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې طالبانو ته په افغانستان کې سیاسي دفتر پرانیزي.

خو اوس پوښتنه داده چې د سولې په برخه کې دې ټولو هلو ځلو ته په کتو، په افغانستان کې د سولې مشورتي جرګې ته څومره اړتیا ده؟

د چارو یو افغان کارپوه شهزاده مسعود يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

د چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود
د چارو افغان کارپوه شهزاده مسعود

"زما په نظر د مشورتي جرګې رابلل د وخت ضایع کول دي، تر ټولو مهمه او ښه خبره داده چې د افغانستان د لویې عنعنوي جرګې لپاره لاره هواره شي چې په کې د دولت مخالفین هم ګډون وکړي او ټول افغانان تر یوه ملي چتر لاندې خپلې ملي پرېکړې وکړي او ټولو مسایلو ته حل لاره پیدا کړي، دا به يې بهترینه لاره وي، تر دې چې مشورتي جرګه راوبلل شي."

ښاغلی مسعود وايي، عنعنوي لویه جرګه اجرائیوي صلاحیت لري او افغانستان د تاریخ په اوږدو کې ملي مسایل د عنعنوي لويې جرګې له لارې حل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د افغان سولې په اړه په کور دننه او بهر هلې ځلې تېزې شوي دي.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د افغانستان د سولې په اړه د سیمې او اروپا یو شمېر هيوادونو ته خپل سفر پیل کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG