د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۳۸

د نجونو استقلال لوبډله د فوټسال د ژمنیو سیالیو اتله شوه


ارشیف، د افغانستان د فوټسال یوشمېر ښځینه لوبغاړې

د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د نجونو د فوټسال د ژمنیو سیالیو په پایلوبه کې استقلال افغان کلب ته درې د صفر په وړاندې په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د دې فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکز کابل د دولسو لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.

ښاغلی شاداب وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدل او ورزش ته د نجونو هڅول د دغو سیالیو لوی هدفونه وو.

XS
SM
MD
LG