د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د شفیق ستانکزي پر ځای اسدالله خان د کرکټ بورډ اجرائیه رئیس شو


د افغان کرکټ بورډ پخوانی اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزی
د افغان کرکټ بورډ پخوانی اجرائیه رئیس شفیق الله ستانکزی

افغان کرکټ بورډ وايي چې د شفیق الله ستانکزي پر ځای اسدالله خان د دغه بورډ د نوی سرپرست اجرائیوي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ عمومي رئیس عزیزالله فضلي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د دوی په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ په تأييد د پخواني اجرائیوي رئیس ستانکزي پر ځای اسدالله خان سرپرست ټاکل شوی دی.

اسدالله خان له دې وړاندې په کرکټ بورډ کې د لوبغاړو د غوراوي کمېټې غړی پاتې شوی او په یو شمېر نورو برخو کې يې هم کار کړی دی.

د یادولو وړ ده چې شفیق ستانکزي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرکټ بورډ د اجرائیوي رئیس په توګه دنده ترسره کوله.

XS
SM
MD
LG