د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۳

د ټیفا چارواکي د انتخاباتو د قانون د تعدیل مسوده حکومتي ګڼي


د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر د انتخاباتو د قانون د تعدیل د طرحې د چمتو کېدو خبره وکړه د انتخاباتو یو شمېر څارونکي بنسټونه دغه طرحه حکومتي ګڼي او په انتقاد پرې کوي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا د ټیفا رئیس محمد نعیم ایوب‌زاده د دوشنبې په ورځ یوې خبرې ناستې ته وویل، دغه موضوع د انتخاباتو څارونکي بنسټونه اندېښمن کړي دي.

"په خواشینۍ سره چې دغې طرحې موږ اندېښمن کړي یو، کومه طرحه چې وړاندې شوې تر ډېره حکومتي ده او د ولسمشر صلاحیتونه په‌کې زیات شوي په‌داسې حال کې چې خپله ولسمشر هم د راتلونکو انتخاباتو نوماند هم دی، دا وضعیت زموږ د جدي اندېښنې وړ دی."

ټيفا په‌دغه مسوده کې د بدلون راوستلو غوښتنه کوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اضرف غني د جمعې په ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه په يوه مشورتي ناسته کې وویل چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه چمتو شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې د کاندیدانو، د دوی د استازو او سیاسي ګوندونو د مشرانو ترمنځ له مشورو وروسته پرېکړه وشوه چې د دغې طرحې په څرنګوالي به یو یوه تخنیکي کمېټه کار وکړي او ترڅو ورځو پورې به بشبړه شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه شان ویلي چې دغه طرحه به د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ د اجراء وړ وګرځي.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او د انتخاباتو په قانون کې د تعدیل موضوع وروسته له هغې توده شوه چې د ولسي جرګې انتخابات له ګڼو ستونزو او نیمګړتیاوو سره ترسره شول.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي، که څه هم د انتخاباتو د قانون د تعدیل مسوده له دوی سره نه‌ده شریکه شوې خو دوی په انتخاباتي نظام کې د هر ډول اصلاحاتو هرکلی کوي.

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا له ناستې مخکې رسنیو ته وویل چې په انتخاباتي قانون کې به مهم او لازم اصلاحات رامنځته شي.

د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه مشر عبدالله عبدالله

نوموړي وویل:

"د انتخاباتو د قانون په تعدیل کار روان دی او ډېر ژر به له خلکو سره شریک شي، هڅه دا ده چې د انتخاباتو په قانون کې اصلاحات راشي، څو پر بنسټ یې راتلونکو انتخاباتو لپاره یو بهتره او ښه سیسټم جوړ شي."

خو له بلې خوا د انتخاباتو څارونکي بنسټونه وايي، ښه به دا وای چې د انتخاباتو په قانون کې د تعدیل د مسودې په اړه د دوی نظریات هم اخېستل شوي وای.

د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف بیا ازادي راډيو ته ویلي چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل په مسوده کې د انتخاباتي کمېسیونونو په ګډون د ټولو خواوو نظریات په پام کې نیول شوي دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG