د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۱۹

جنرال جوزف ووټل: له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل ښايي ډېر ژر پیل شي


په سوریه کې امریکايي ځواکونه

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل پرون د فبروري په لسمه دې پوښتنې ته- چې ایا امریکايي پوځیان به په ورځو کې له سوریې ووځي که اونیو کې؟

نوموړي په ځواب کې وویل، ښايي دا بهیر په څو اونیو کې پیل شي خو ووټل چې منځني ختیځ ته د سفر پر مهال په یوه پوځي الوتکه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې خپله وینا سمدستي په‌دې خبره تصحیح کړه چې د سرتېرو د وتلو دقیقه نېټه د جګړې د ډګر له وضعیت سره تړلې ده.

هغه همدا راز یادونه وکړه چې د پوځي ځواکونو د ایستلو چارې له ټاکلي پروګرام سره سم پرمخ ځي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل
د امریکا د پوځ د مرکزي قرارګاه عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل

جنرال ووټل وویل، د پوځي پرسونل انتقال د وسایلو او تجهیزاتو د لېږدولو په پرتله اسانه کار دی او هغه کار چې اوس‌مهال ترسره کېږي، د هغو وسایلو تصفیه ده چې پوځ اړتیا نه ورته لري، خو د امریکا د پوځ دې جګپوړي مقام دا ونه ویل چې د سرتېرو او وسایلو د لېږد بهیر به څومره وخت دوام وکړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ډسمبر میاشت کې له سوریې د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پریکړې په اعلانولو سره د کانګرس غړي او د امریکا نړیوال متحدان هک حیران کړل.

ښاغلي ټرمپ وویل چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو حضور ته نور نو اړتیا نشته ځکه د ده په وینا داعش ډله نوره نو ماته شوې ده.

په سوریه کې اوس مهال شاوخوا دوه زره امریکايي سرتيري دېره دي چې ماموریت یې د سوریې له عرب او کُرد متحدانو سره په ګډه د داعش ډلې د پاتې وسله‌والو پرضد جګړه وه.

ټرمپ له دې پرېکړې وروسته د جمهوري غوښتونکو او د سیالو ډموکراتانو او د ځینو هغو هېوادونو له انتقاد سره مخامخ شو چې د ترورېزم ضد جګړه کې د امریکا متحدان دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

انتقاد کوونکو ویل، له دې کار سره به د امریکا کُرد متحدان د ترکانو په وړاندې یوازې پاتې او روسیې او ایران ته به په سیمه کې د نفوذ امکان برابر شي.

ووټل یوازې څو ورځې مخکې د سنا د پوځي خدماتو په کمېټه کې وویل چې له سوریې څخه د پوځي ځواکونو د ایستلو په مسئله کې له ده سره هېڅ راز سلا مشوره نه‌ده شوې.

جنرال ووټل د سوریې په ګاونډي هېواد عراق کې د امریکا د پوځي حضور په اړه وویل، دی فکر نه‌کوي چې په عراق کې د سرتېرو په شمېر کې به بدلون راشي.

ولسمشر ټرمپ یوه اوونۍ مخکې ویلي و چې په عراق کې د امریکا د پوځي حضور ساتل مهم دي، څو واشنګټن پر ایران څارنه وکولای شي، ځکه د ده په وینا ایران په رښتیا سره یوه ستونزه ده.

جنرال ووټل وویل، دی فکر کوي چې په عراق کې به د امریکايي پوځیانو اوسنی شمېر چې پنځو زرو ته رسېږي، په خپل حال پاتې شي.

XS
SM
MD
LG