د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۵

له کابل پرته د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې د انتخاباتو کمېسیون ته سپارل کېږي


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې له کابل پرته به د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې د انتخاباتو کمېسیون ته د اعلان لپاره وسپاري.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي چې د پاتې ولایتونو د رأیو په وروستي لېست چټک کار روان دی او ډېر ژر به اعلان شي.

د دغه کمېسیون منشي او ویاند علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د درېیو ولایتونو وروستی لېست د انتخاباتو کمېسیون ته سپارل شوی.

دی وایي:

"د درېیو ولایتونو بادغیس، غور، لوګر او د اهل هنودو د حوزې وروستی لېست د انتخاباتو کمېسیون ته لېږل شوی، په پاتې ولایتونو چټک کار روان دی، له کابل پرته به د ټولو ولایتونو پایلې په راتلونکې اوونۍ کې اعلان شي."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تراوسه د ولسي جرګې د ۱۸ ولایتونو د رأیو وروستی لېست اعلان کړی او یاد کمېسیون بریالیو کاندیدانو ته باور لیکونه هم ورکړل.

د دغو درې ولایتونو له اعلان سره به د اعلان شویو ولایتونو شمېر ۲۲ ته ورسېږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د شکایتونو کمېسیون تېره ورځ ناوخته ورته د درې ولایتونو او د اهل هنودو د حوزې د رأیو وروستۍ پایلې ورسپارلي دي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات ازادي راډیو ته وویل چې دېر ژر به ورسپارل شوې پایلې اعلان کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

نوموړي وویل:

"تېره ورځ ناوخت د شکایتونو کمېسیون دغه پایلې د انتخاباتو له کمېسیون سره شریکې کړې، اوس له سېستم سره سر ورکوو، ان شاالله سبا به سپارل شوې پایلې اعلان شي، هیله ده چې د شکایتونو کمېسیون پاتې لېست هم ژر موږ ته را وسپاري."

ټاکل شوې چې د ملي شورا د غړو رخصتۍ د حوت د میاشتې په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېږي، ځکه نو پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه غوښتنه کوي چې د رخصتیو له پوره کېدو پورې بشپړې پایلې اعلان کړي.

خو د انتخاباتو کمېسیون وايي، هڅه هم دا ده چې د ملي شورا د رخصتیو تر ختمېدو مخکې د پاتې ولایتونو نتیجې هم بشپړې او بریالي شویو وکیلانو ته باورلیکونه ووېشل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG