د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

د ارزګان چارواکي: د جګړې پر مهال ویجاړ شوي یو شمېر سړکونه رغوو


د ارزګان ولايتي چارواکي خبر ورکوي چې په‌دغه ولايت کې د څه باندې ۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د سړکونو، پلچکونو او يو شمېر نورو هغو رغنيزو کارونو پروژې تطبيقوي چې د جګړو پر مهال ويجاړ شوي دي.

چارواکي له خلکو غوښتنه کوي چې د پروژو د ارزونې او څارنې پر مهال دې مرسته وکړي.

خلک د يادو پروژو د هرکلي ترڅنګ د جګړې له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي چې
د جګړې پر مهال دې عامل المنفعه پروژې نه ويجاړوي.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:23 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG