کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، امریکا د سولې د ټینګښت لپاره مذاکرات کوي، نه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره.
په مطلب کې راغلي چې دا څرګندونې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد کړي دي.
په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي چې که طالبانو سره هوکړې ته ورسېدل او امریکا ډاډه شي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای نه بدلېږي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل به هم ترسره شي.
امریکا د سولې د ټینګښت لپاره مذاکرات کوي، نه د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره.
د مطلب لیکوال لیکي چې خلیلزاد ویلي، امریکا د طالبانو په وعدو اعتبار نهلري او دا چې بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نهشي له طالبانو به ضمانت اخېستل کېږي.
- هېواد
هیواد دولتي ورځپاڼې په خپل سرمقاله کې لیکلي، د لویې جرګې غوښتنه د چا او د څه لپاره؟
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه یاران په پرلهپسې توګه د اوسني نظام د راپرځولو غوښتنه کوي.
هېواد لیکي:
حامد کرزی چې مسکو تللی او تېره چهارشنبې یې هلته له نورو سره یو ځای له طالبانو سره غونډه لرله یو ځل بیا یې د لویې جرګې د جوړولو غږ پورته کړی.
خو د سرمقاله لیکونکي خبره ده چې په اساسي قانون کې د لویې جرګې د رابللو او اړتیا ټول موارد په وضاحت سره بیان شوي دي.
په سرمقاله کې راغلي، کرزی غواړي پهدې ډول یو ځل بیا ځان واک ته ورسوي.
- ملي ارمان
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د سولې په تړاو غونډو او خبرو په اړه د حکومتي مشرانو او سیاسونو ترمنځ کترو، کنایو او نېښداره خبرو ته په اشارې سره لیکلي چې دا به هېواد د ناورین په لور بوځي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، دا ستونزه ورځ په ورځ ډېرېږي او باید ورته حل لاره ولټول شي چې د سولې د خبرو کنګل هم مات شي.
د ورځپاڼې په باور د دې وخت رارسېدلی چې دوی په خپلو کې سره کیني او د هېواد په مهمو مسایلو سره بحث وکړي.
سرمقاله لیکونکی لیکي:
که داسې ونهشي، نو د بې اعتمادیو ګراف به لوړ او ستونزې به لا پراخې شي.
- اصلاح
اصلاح ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د رئیس په حواله لیکلي چې نړیوال باید د هغو جنایتونو په وړاندې چې په افغانستان کې ترسره کېږي غلي پاتې شي.
په مطلب کې راغلي چې ښاغلي خلیلي دغه څرګندونې په جنوبي کوریا کې د سولې په نړیوال کنفرانس کې کړي او ویلي یې دي چې په افغانستان کې هره ورځ حملې کېږي او خلک قرباني کېږي چې نړیوال باید په همغږۍ سره له یاد حالته د دغه هېواد وتلو ته یوه حل لاره پیدا کړي.