د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

پاکستاني پولیسو یو خبریال چې د حکومت په اړه‌یې انتقادي خبرې کولې نیولی


رضوان راضي
رضوان راضي

د پاکستان پولیسو په لاهور کې یو خبریال چې د حکومت په اړه یې انتقادي خبرې کولې، نیولی دی.

  • د رضوان راضي نیونه

د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې ویلي، ژورنالېست رضوان راضي په لاهور کې د هغه په خپل کور کې نیول شوی دی.

د قانون د حاکمیت دې ادارې ویلي چې راضي په پاکستان کې د انټرنیټي جرمونو د مخنیوي پر قانون تېری کړی دی.

ارشیف، پاکستاني پولیس
ارشیف، پاکستاني پولیس

ژورنالېست رضوان راضي په پاکستان کې د «دن» په نوم یوه خصوصي ټلوېزیون ته کار کاوه.

د پاکستان د تحقیقاتو فدرالي ادارې ویلي، رضوان راضي د پاکستان د قضائیه قوې، حکومت او استخباراتي ادارو د بدنامولو لپاره کرکجنې خبرې کړي دي.

راضي تر تحقیق لاندې دی.

د هغه زوی، اسامه پرون د فبرورۍ په نهمه، رویټرز او اسوسیټېډ پرېس خبري اژانسونوته ویلي چې ناپېژندل شوېو کسانو د هغه بر پلار حمله وکړه او موټر ته یې پورته کړ.

په پاکستان کې یو شمېر ژورنالېستانو ویلي چې د عمران خان د حکومت، مخصوصاً د پوځ او استخباراتو له لوري په بې‌ساري ډول، تر زیات فشار لاندې دي.

د پاکستان پوځ او استخبارات د هغه هېواد پر کورنیو او بهرنیو سیاسي مسئلو سخته څارنه کوي.

ارشیف، په لاهور کې یو زندان
ارشیف، په لاهور کې یو زندان
  • د عمار علي جان نیونه

په همدې ورځ، د لاهور ښار د یوه کالج استاد، عمار علي جان د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه اعتراضي لاریون کې د ګډون له امله ونیول شو.

هغه څو ساعته په توقیف کې و، خو وروسته په ضمانت خوشې شو.

عمار علي جان پر فېسوک پر خپله پاڼه لیکلي و:

"زه داسې وګړی یم چې د قانون درناوی کوم او د عدالت لپاره له مبارزې به را ونه‌ګرزم."

د لاهور پولیسو ویلي و چې عمار علي جان په یوه مظاهره کې د ګډون، د یوه سړک د بندولو او د دولت پرضد شعار ورکولو په تور نیول شوی و.

خو د عفوې نړیوال سازمان پرون په یوه بیان کې د عمار علي جان توقیف وغندل او ویې ویل چې د پاکستان حکومت باید د سوله‌یيزو مظاهره‌چیانو له ځپلو لاس واخلي.

په پاکستان کې د فبرورۍ په دوهمه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي، محمد ابراهیم ارمان لوڼي تر وژل کېدو وروسته، ډېرو خلکو د اسلام‌اباد او لاهور په ګډون په ډېرو لویو ښارونو کې اعتراضي مظاهرې وکړې.

له هغه راهیسې، د پښتون ژغورنې غورځنګ ډېر پلویان د پاکستان پولیسو نیولي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان پر پولیسو تور پورې کوي چې په عمدي ډول یې ارمان لوڼی وژلی دی.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې د لوڼي د قتل په اړه یې څېړنې پېل کړي دي.

XS
SM
MD
LG