د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

سرور دانش: افغانستان د موقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي چې دغه هېواد د موقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی.

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، طالبان بهانې کوي، کله د اساسي قانون تعدیل، کله د موقت حکومت خبرې کوي او کله هم افغانستان اشغال شوی بولي.

سرور دانش د شنبې په ورځ په کابل کې له افراطي تفکر سره د مبارزې په دوهمه ناسته کې وویل چې افغانستان د موقت حکومت د ازمویلو ځای نه دی او د اساسي قانون تعدیل د هېواد له ثبات سره مرسته نه شي کولای.

ده زیاته کړه:

"زموږ هېواد نه باید هر وخت د موقتې ادارې، انتقالي حکومت او د اساسي قانون د تعدیل د ازمویلو ځای وي، د سیاسي نظام بدلون او د اساسي قانون ځنډې ته کول، نه یوازې د ثبات باعث نه کېږي، بلکې هېواد منازغې او اختلاف ته سوق کوي، باید هر ډول توافق، د نظام په چارچوکاټ، موجود جوړښت او د هېواد په اساسي قانون کې تنظیم شي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو استازي په مسکو کې له یو شمېر افغان سیاستوالو سره په دوه ورځنۍ کتنه کې د اساسي قانون په تعدیل ټینګار کړی و.

مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی او طالب استازی شېرمحمد عباس ستانکزی د مسکو په ناسته کې
مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی او طالب استازی شېرمحمد عباس ستانکزی د مسکو په ناسته کې

په دې وروستیو کې له بل هر وخته د سولې په اړه خبرې چټکې شوي چې د افغان حکومت په ګډون د سیمې او نړۍ ځیني هېوادونه په دې برخه کې هڅې کوي.

په همدې حال کې یو شمېر دیني عالمانو په دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې افغانستان د افراطیت قرباني دی او باید ریښې یې وویستل شي.

د دغو عالمانو له ډلې ایاز نیازي وويل، له افراطیت سره په خوا کې بې عدالتي هم د جګړې د دوام سبب ګرځېدلې.

ده وویل:

"زرګونه کسان چې نن د نظام په وړاندې جنګېږي، دیني صبغه نه لري، بلکې د بې عدالتۍ بحث مطرح دی، د چا کور غصب شوی، با استعداده ځوانانو ته کار نه دی پیدا شوی، هر چېرې چې عدالت وي، نه هلته افراط وي او نه تفریط."

یو بل دیني علم اکبر زاهدي وايي چې د افراطیت د له منځه وړلو لپاره باید د افراطیت عوامل او تاوتریخوالی وڅېړل شي، ځکه هر تاوتریخوالی خشونت زېږوي او د جګړې د دوام عوامل ګرځي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG