د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۸

د زلمي خلیلزاد له وروستیو څرګندونو د سولې عالي شورا هرکلی!


د افغانستان د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري
د افغانستان د سولې شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې په اړه د زلمي خلیلزاد ورستیو څرګندونونو د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منده کړې ده.

د زلمي خلیلزاد له دې تازه څرګندونو وروسته چې هڅه کېږي په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو دمخه له طالبانو سره د سولې هوکړه وشي، د سولې عالي شورا وايي، په عمل کې د دغو خبرو د پلي کېدو غوښتونکي دي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي هڅې د قدر وړ دي او دوی هم هیله مند دي چې ژر تر ژره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې مخامخ خبرې پیل شي.

ده وویل:

"مونږ له هرې همغږې هڅې ملاتړ کوو او کومې هڅې چې د امریکا په استازیتوب د زلمي خلیلزاد له خوا روانې دي، له مونږ سره همغږې دي، مونږ د افغان حکومت او طالبانو تر منځ ژر تر ژره د سولې د خبرو د پیل لپاره چې پرېکړه کوونکې به وي، هېڅ فرصت او ممکنه لاره له لاسه نه ورکوو."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د سولې په انسټېټیوټ کې ویلي، هیله مند دی چې له طالبانو سره د سولې هوکړه په افغانستان کې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو دمخه ترسره وشي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي چې د سولې هوکړه به د سرطان د ۲۹مې نېټې د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو د ښه ترسره کېدو او دغه شان په دغو انتخاباتو کې د یادې ډلې د ګډون لپاره زمینه برابره کړي.

ښاغلي خلیلزاد دغه شان ویلي چې دوی ژر ترژره په افغانستان کې د اوربند غوښتنکي دي خو په خبره یې چې طالبان یې پلوي نه دي، ځکه دوی غواړي له دې د وسیلې په توګه کار واخلي.
ټاکل شوې چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ راتلونکی پړاو خبرې چې ډېرې هیلې هم ورپورې تړلې دي، تر راتلونکو دوو اوونیو پورې په قطر کې پیل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان وايي، په افغانستان کې ټولې خواوې د سولې غوښتونکې دي، خو نوموړی ټینګار کوي چې له طالبانو سره د سولې هوکړه باید هر اړخیزه وي.

د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې دوهم منشي عرفان الله عرفان

​دی وایي:

"هیله مند یم چې د ښاغلي خلیلزاد خبرې د ټولو خواوو قناعت خپل کړي او ورنه ملاتړ کوو، هیله مند یم چې خدای مه کړه، داسې کار ونه شي چې هوکړه ډېره سطحي او د ټولو اړخونه په پام کې له نیولو پرته ترسره شي او په راتلونکي کې نورې ستونزې پیدا کړي."

طالبانو مخکې تر دې له حکومت سره خبرې رد کړي او دا موضوع تر اوسه پورې د سولې د پروسې په وړاندې لوی خنډ ګڼل کېږي.

خو ښاغلي خلیلزاد چې تر اوسه یې په څو ځلي د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره خبرې کړي، وايي چې داسې ښکاري چې طالبان د څو اړخونو په حضور کې حکومت سره د خبرو لپاره غاړه کېږدي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG