د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

د فوټبال له نړیوال فدراسیونه د افغان ښځو د فوټبال د لوبډلې د سر روزونکې غوښتنه


د فوټبال د نړیوال فدراسیون نښان
د فوټبال د نړیوال فدراسیون نښان

د افغانستان د ښځو د فوټبال د لوبډلې سر روزونکې د فوټبال پر نړیوال فدراسیون غږ کړی چې د دې ټیم له یوشمېر ښځینه لوبغاړو سره د ناوړه چلند ادعاوې وڅېړي او د دې ټیم د قرباني شویو نجونو د مصؤنیت لپاره نوي تدابیر ونیسي.

د افغانستان د ښځو د فوټبال د ټیم سر روزونکې کیلي لیندسي وايي، افغان چارواکي د دې ټیم له یوشمېر غړو سره د ناوړه چلند د ادعاوو په اړه د بې پرې تحقیقاتو لپاره د باور وړ نه دي.

ارشیف، د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله
ارشیف، د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله

مېرمن لیندسي د فوټبال پر نړیوال فدراسیون فیفا غږ کړی چې د قرباني شویو نجونو د مصؤنیت لپاره نوي تدابیر ونیسي.

نوموړې دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې یوې تحقیقاتي کمېټې د قرباني شویو نجونو د مصؤنیت او د هغو کسانو د ځپلو لپاره چې د غلطو کارونو په کولو تورن شوي دي، د یو لړ اقداماتو سپارښتنه کړې.

د هېواد د فوټبال د ښځینه ټیم له غړو سره د ناوړه چلند په اړه د دې ټیم د یو شمېر پخوانیو غړو ادعاوو لویه رسوايي جوړه کړه چې په نتیجه کې یې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون د مشر کرام الدین کریم او ځینو نورو چارواکو دندې وځنډول شوې.

د هېواد د فوټبال د نجونو د ټیم سر روزونکې مېرمن لیندسي له توماس روېټرز بنسټ سره له هانګ کانګه په یوه ټيليفوني مرکه کې وویل، هغه مېرمنې چې د لومړي ځل لپاره یې له دوی سره د ناوړه چلند غږ اوچت کړی، له یوه پراخ فشار سره مخامخ دي، ځکه دا د دوی او د دوی د کورنیو لپاره د مرګ او ژوند مسئله ده.

مېرمن لیندسي وايي، دا فکر کوي چې د فوټبال نړیوال فدراسیون باید په دې مسئله کې مداخله وکړي، ځکه فیفا په نړۍ کې د فوټبال د اړوندو مسایلو مسؤلیت لري او که په خپل کلتور کې دې ډول کارونو ته اجازه ورکړي، نو په دې نړیواله موسسه کې د حقایقو پټول به دود شي.

د فیفا یو ویاند ویلي چې دا موسسه له بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې هېڅ راز زغم نه لري او د دې مسئلې د حل لپاره یې هم لا له مخکې اقدام کړی چې په دې اړه د راپورونو څېړنه او د هغو نجونو د ساتنې لپاره تدابیر هم پکې شامل دي چې دا ستونزه یې لومړی راپورته کړه.

د فیفا د پخواني مرستیال مشر د اردني شاهزاده علي بن حسین په مشرۍ په لندن کې یوې کمېټې د سې شنبې په ورځ له افغان چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې د ټولو شویو جنایتونو ادعاوې وڅېړي او د ښځینه لوبغاړو او هغو نجونو د ساتنې لپاره اقدام وکړي چې دا سرغړونې یې افشا کړې.

ولسمشر اشرف غني له دې رسوایۍ وروسته په تېره ډېسمبر میاشت کې د دې ادعاوو په اړه د تحقیقاتو حکم ورکړ.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون دا تورونه بې بنسټه بللي دي او چمتووالی یې ښودلی چې په دې اړه په تحقیقاتو کې به همکاري وکړي.

خو مېرمن لیندسي ویلي چې دې مسئلې ته باید جدي پاملرنه وشي، ځکه د دې په وینا، افغانستان یوازنی هېواد نه دی چې دا ډول مسایل پکې پېښېږي.

XS
SM
MD
LG