د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د کانګرس له خوا ورکړل شوی هغه مهلت نن پای ته رسېږي چې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي په وژنه کې د سعودي چارواکو د لاس لرلو په اړه خپله پرېکړه باید اعلان کړي.
خاشقجي په تېره اکتوبر میاشت کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سعودي په قونسلګرۍ کې دننه ووژل شو او ګومان دا دی چې دا قتل د سعودي د ولیعهد په اشاره شوی دی.
خاشقجي چې د واشنګټن پوست ورځپاڼې لپاره یې لیکل کول، د سعودي د مشرتابه له منتقدانو څخه و.
دا مهلت په داسې حال کې پای ته رسېږي چې د خاشقجي د قتل په اړه دوو نویو راپورونو د کانګرس غړي وهڅول چې د سعودي د حکومت پرضد د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ وکړي.
د دې قضیې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپورترې انګیس کالامارد ترکیې ته له سفر وروسته پرون وویل، ترلاسه شوي شواهد ښيي چې نوموړی په بې رحمۍ او د مخکني پلان په اساس وژل شوی.
مېرمن کالامارد ویلي چې سعودي چارواکو د خاشقجي د وژنې پلان مخکې جوړ کړی او بیا یې عملي کړی دی.
له بلې خوا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو چارواکو له قوله چې د متحدایالاتو استخباراتي راپورونه یې لیدلي، راپور ورکوي چې د سعودي ځواکمن ولیعهد محمد بن سلمان په یوه مکالمه کې چې استخباراتي چارواکو ترلاسه کړې ده، خپل یوه نږدې همکار ته ویلي چې که خاشقجي له امریکا بېرته خپل هېواد ته ستون نه شي، نو په هغه پسې به د مرمۍ په وسیله ولاړ شي.
ټرمپ په دې کې زړه نازړه دی چې د سعودي ولیعهد یا حکومت په مستقیم ډول تورن کړي او وايي، نه غواړي چې د امریکا او د هغې د مهم اقتصادي متحد سعودي عربستان اړیکې زیانمنې شي.
په تېره اکتوبر میاشت کې د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې د ټرمپ ادارې ته څلور میاشتنی مهلت ورکړ، څو دا پرېکړه وکړي چې آیا ولیعهد بن سلمان د خاشقجي په قتل کې لاس لري که نه او که یې لري، نو پر وړاندې به یې کوم اقدامات وشي.
پرون د فبرورۍ په اوومه د جمهوري غوښتونکو او ډموکراتانو په ګډون د سناتورانو یوې مختلطې ډلې د هغې لایحې طرحه وړاندې کړه چې پر سعودي عربستان د ټانکونو، جنګي الوتکو او ځینو نورو وسلو د پلورلو مخنیوی کوي او پر هغو سعودي چارواکو چې د خاشقجي په قتل تورن دي، بندیزونه لګوي.
ریاض که څه هم په پیل کې د خاشقجي د لادرکه کېدو په اړه بې خبري ښودله، خو وروسته یې وویل چې یوې ډلې کسانو هغه په قونسلګرۍ کې دننه وژلی، خو دا یوه خپلسرې ډله وه او ولیعهد لاس نه پکې لري.