د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

رحیمي: له دې وروسته هېڅ نا مسؤل وسله وال او قانون ماتوونکي کسان نشي ګرځېدای


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښ ته د ورته یوې اعلاميې په خپرولو سره وايي، له دې وروسته به غیر مسؤلو وسله والو او قانون ماتوونکو ته د ګرځېدو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ټولو غیر مسؤلو وسله والو ته ګواښ کړی او ویلي يې دي چې له دې وروسته د هېواد په هېڅ ولایت کې نا مسؤل وسله وال، قانون ماتوونکي او زورواکي کسان نشي ګرځېدلای.

په هغې ابلاغیه کې چې د یاد وزارت له خوا خپره شوې، راغلي دي چې افغان پولیس به د هېوادوالو د ښه امنیت د ټینګولو په هدف، هېڅ زورواکي ته اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې عامه امن او نظم ګډوډ کړي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي د جمعې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي
د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي

"د کورنیو چارو وزارت د رهبرۍ د جدي هدایت له مخې، له دې وروسته هېڅ غیر مسؤله وسله وال، قانون ماتوونکی او زور ښودونکی نشي کولای چې په کوم ولایت کې وګرځي، دا ګام د خلکو د ښه امنیت په خاطر اخیستل شوی او له همدې کبله ټولو پولیسو ته لارښونه شوې چې په اړه يې جدي اجرأت ولري."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له خلکو هم غوښتنه کړې چې د جنایت کوونکو، زورواکو او قانون ماتوونکو په پېژندنه کې له پولیسو سره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د کورنیو چارو وزارت د قانون ماتوونکو، زورواکو او تر تعقیب لاندې د ځينو کسانو نومونه د ابلاغیو له لارې شریک کړي دي.

وزارت د ځينو لېستونو په اړه ویلي، که څوک ورسره د دغو کسانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي، ورته به جایزې ورکړل شي.

د غیر مسؤلو وسله والو، قانون ماتوونکو او زورواکو موجودیت د افغانستان یو له جدي ستونزو یادېږي او تل يې خلکو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی.

د امنیتي او نظامي چارو یو شمېر کارپوهان د کورنیو چارو وزارت له وروستي ګامه په هر کلي سره وايي چې که په دې اړه له جدیته کار واخیستل شي، لېرې نه ده چې غیر مسؤل وسله وال د خلکو له ځورولو لاس واخلي.

د دوی له منځه محمد اګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل:

"زه هیله مند یم چې د کورنیو چارو وزارت د وروستۍ ابلاغې په اړه په عمل کې هم جدیت ښکاره کړي، په دې صورت کې هم په لویو لارو او هم ښارونو کې امنیت یقیني کېږي، غیر مسؤل وسله وال چې د خلکو لپاره د سر درد دی، د دوی امنیت او شتمني ګواښيو نو باید په داسې اقداماتو دا ډول ستونزې هم ختمې شي."

دی وايي، افغان حکومت له جدیت سره د غیر مسؤلو وسله والو او زورواکو د مخنیوي وړتیا لري.

د ښاغلي مجاهد په وینا، باید د قانون ماتوونکو پر وړاندې له قهریه قوې استفاده وشي، تر څو په هېواد کې د غیر قانوني کارونو مخه ډب شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG