د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

د بهرنیو چارو وزارت: د بندیزونو په شتون کې طالبان هېوادونو ته د سفر حق نه لري


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، طالبان یوه ترورېستي ډله ده او تر هغې چې يې د مشرانو نومونه له تور لېسته نه وي وتلي، سفرونه نشي کولای.

روسيي ته د طالب استازو د سفر په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، دا چې طالبان لا هم یوه ترورېستي ډله ده، استازي يې نشي کولای چې د بندیزونو له لېرې کېدو مخکې دا ډول سفرونه وکړي.

د یاد وزارت ویاند صبغت احمدي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، طالب استازو ته د خلاصو سفرونو له برابرېدو مخکې باید دا ډله د سولې له بهیر سره یوځای شي، تر څو د مشرانو نومونه يې د ملګرو ملتونو له تور لېسته وویستل شي.

ده وویل:

"دوی تر بندیزونو لاندې دي او په ټوله کې تر اوسه د يوې ترورېسټي ډلې په توګه پېژندل کېږي، نو ځکه دا موارد شته او مخکې له دې چې دوی سفر وکړي، باید بندیزونه ترې لېرې شي او دا هغه وخت کېږي چې دوی په پخوانیو فعالیتونو پېښماني وښيي او د افغانستان د سولې له بهیر سره یو ځای شي."

ښاغلی احمدي مسکو غونډې ته د تللو طالب استازو د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته د هر ډول شکایت کولو موضوع ردوي او وايي چې دوی یوازې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ته د سفرونو د څرنګوالي یادونه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ځينو رسنیو خبر ورکړی چې افغانستان د طالبانو د وروستي سفر په اړه په ملګرو ملتونو کې شکایت ثبت کړی دی.

د طالبانو یو شمېر استازو تېره اوونۍ مسکو ته سفر درلود، د افغانستان ځينې سیاسي څېرې او دوی د افغانستان په اړه په یوه دوه ورځنۍ غونډه کې سره راغونډ شوي وو.

د مسکو په ناسته کې ۳ طالب استازي د ګډون په حال کې
د مسکو په ناسته کې ۳ طالب استازي د ګډون په حال کې

​د طالبانو یوه استازي شېر محمد عباس ستانکزي د مسکو غونډې په لومړۍ ورځ هم دې بندیزونو ته اشاره وکړه او ویي ویل چې د دوی د مشرانو نومونه باید د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېسته وويستل شي.

د دغې غونډې په ګډ پرېکړه لیک کې هم دې موضوع ته اشاره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ځینو طالب مشرانو نومونه له کلونو کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېست کې ځای لري.

د طالبانو ویاند بیا ازادي راډيو ته ویلي چې د دغې ډلې د ځينو پخوانیو مشرانو نومونه ان د طالبانو په حکومت کې هم په تور لېست کې لیکل شوي وو.

دا ډله وايي، مسکو ته د تللي لس کسیز پلاوي له منځه یوازې د دوه کسانو نومونه په تور لېست کې وو، خو سفر يې وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د دغو دوه کسانو د سفر په اړه د اړوندو مراجعو له ډلې يې له ملګرو ملتونو او روسيې سره همغږي شوې وه.

دی ادعا کوي چې په دې اړه د حکومت څرګندونې د سولې د بهیر د ګډوډلو په خاطر مطرح شوي دي.

د نړیوالو چارو کارپوهان هم دې وضعیت ته په کتو وايي چې افغانستان باید په اوسنیو شرایطو کې خپل دریځ په محتاطانه شکل بیان کړي.

د دوی له منځه انتظار خادم ازادي راډيو ته وویل:

د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم
د نړیوالو چارو افغان کارپوه انتظار خادم

"مونږ باید د بد او بدتر تر منځ یو غوره کړو، بدتر يې دا ده چې ایا د سولې بهیر چې پیل شوی، ختم یا خراب شي او بد يې دا دی چې په ځينو شیانو سترګې پټې کړو او د سولې لپاره لږ څه هېر هم کړو او هم یو بل وبښو، مونږ باید ډېر په احتیاط مخ ته ولاړ شو.

ښاغلی خادم وايي، که د طالبانو سفر له همغږۍ پرته شوی وي او د هغې له امله د حکومت هویت ته زیان رسېدلی وي، اړتیا ده چې افغانستان په ملګرو ملتونو کې خپل شکایت ثبت کړي.

خو د ده په وینا، که طالبانو د سفر په اړه له وړاندې له اړوندو مراجعو سره همغږي کړي وي، بیا د دومره سخت غبرګون اړتیا نه لیدل کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG