د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ ټیم د لوبېدونکو لوبغاړو نومونه اعلان شول


له ایرلنډ سره د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم د لوبېدونکو لوبغاړو نومونه نن افغان کرکټ بورډ اعلان کړل.

د هغو افغان کرکټرانو له ډلې چې په هند کې یې تمریني کمپ لګولی له ایرلنډ سره د لوبېدونکو نومونه اعلان شول.

په درېیو شل اوریزو لوبو کې چې لومړی یې د فبروري په ۲۱مه په دهرادون کې ده په مشهورو څېرو راشد خان، مجیب ځدراڼ او محمد نبي سربېره نوی بالر ضیا شریفي شامل دی.

د پنځو یو ورځنیو لوبو لپاره اکرام علي‌خېل او ځیني نوي لوبغاړي راغلي او هم چټک بالران دولت او شاه‌پور چې څه وخت‌یې لوبې نه‌وې کړې د توپ وهونکي نور علي په شمول بېرته ټیم کې شامل شوي.

په یوازنۍ ټېسټ لوبه کې چې د مارچ په ۱۴مه ده ځيني نوي لوبغاړي شته.

افغانستان او ایرلنډ وړم ۲۰۱۷ میلادي کال د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب یوځای واخیست او له یو بل سره ډېر مخ شوي هم دي چې په وروستیو کې افغان ټيم ترې مخکې شوی.

د افغان ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان وايي، ملګرو یې له نړیوال جام مخکې له ایرلنډ او ځینو نورو ټیمونو سره د ښو لوبو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG