په کابل کې «ورزش د نشهيي توکو دښمن دی» فوټسال سیالیو په لړ کې د کابل ځوانانو او نخبهګانو لوبډلو د خپلو سیالانو په وړاندې بریاوې خپلې کړې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلې د یلان لوبدلې ته ۸ د صفر په وړاندې ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې بیا د نخبهګانو لوبډلې د کارتې نو ځوانانو لوبډلې نه ۸ د ۲ په وړاندې لوبه وګټله.
د دې سیالیو په دوو راتلونکو لوبو کې د شنبې په ورځ د نخبهګانو لوبډله د ظاهر اسد لوبډلې په وړاندې او د کابل ځوانانو لوبډله بیا د یارانو د لوبډلې په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
د فوټسال دغه ژمنۍ سیالۍ د روان لمریز کال د سلواغې له ۱۶مې نېټې پيل شوي چې د همدې میاشتې تر ۲۴ نېټې پورې دوام کوي.