د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

سپېدار: هر افغان د سولې په اړه د خبرو حق لري، خو ملي ګټې باید ورته سرې کرښې وي


سپېدار ماڼۍ
سپېدار ماڼۍ

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې باید د حکومت د سولې اجنډا او ملي ګټې په پام کې ونیول شي.

د مسکو غونډې پایلو ته په غبرګون د اجرائیه ریاست وايي چې د سولې په هر ډول خبرو کې باید د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي ارزښتونه او لاسته راوړنې خوندي شي.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید میثم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل د قانون پر بنسټ هر افغان د سولې په اړه د خبرو حق لري، خو ملي ګټې باید ورته سرې کرښې وي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم

نوموړی وايي:

"زموږ دریځ دا دی کله چې له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کېږي، باید د ملي وحدت حکومت اجنډا، د هېواد ملي ګټې، ځیني ارزښتونه او لاسته راوړنې چې د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوي په پام کې ونیول شي."

د تېرې سې شنبې او چهارشنبې په ورځ مسکو د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د خبرو کوربه و.

د غونډې په پایله کې په یو نهه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هوکړه وشوه چې په‌کې:

  • د بهرنیو ځواکونو وتل.
  • له سولې وروسته په ملي ادارو کې سیستماتیک اصلاحات.
  • له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو لیرې کول.
  • په ناعلاجه ناروغیو اخته سپین‌ږیرو طالب زندانیانو د دوسیې له سره څېړل.
  • د بین‌الافغاني خبرو دوام‌یې مهمې مادې جوړوي.

په‌دې هم هوکړه شوې چې څومره ژر امکان لري په راتلونکي کې دا ډول غونډه په دوحه کې هم جوړه شي، څو د سولې په بهیر پورې تړلو په ځینو نورو مهمو برخو هم کار وشي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي چې د غونډې مهم ګډونوال وو، د مسکو غونډه بریالۍ بللې ده.

حامد کرزي د غونډې له ختمېدو وروسته خبریالانو ته وویل، دا غونډه هیله بخښونکې وه.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شیر محمد عباس ستانکزي هم وویل چې افغان سیاستوالو سره ګټورې خبرې وشوې.

د افغان حکومت پلاوي په‌دغه غونډه کې ګډون نه‌و کړی او دا غونډه‌یې بې‌ګټې بللې وه.

د مسکو د غونډې د پایلو په غبرګون د افغانستان جمهوري ریاست تر اوسه څه نه‌دي ويلي، خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په خپله فېس‌بوک پاڼه کې لیکلي چې له طالبانو سره د ځینو افغان سیاستوالو غونډه چې د روسیې فدراتیف په بلنه په مسکو کې ترسره شوه، د سولې په اړه یو سیاسي او علمي بحث وو او هغه اعلامیه چې د غونډې په پای کې خپره شوه، د دوه ورځنۍ غونډې لنډیز دی چې د سولې په برخه کې اجرائیوي پایلې نه‌لري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، د مسکو غونډه مشورتي وه.

نوموړی زیاتوي:

"د مسکو غونډې مشورتي بڼه درلوده، تر ډېره سیاسي حرکت و چې ترسره شو، زما په اند دغه غونډې کومه خاصه کټه نه‌لري."

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي
د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي

​ښاغلی صدیقي ټینګار کوي چې د سولې په اړه هره غونډه چې جوړېږي باید د افغان حکومت او یا د سولې د عالي شورا استازي په‌کې برخه ولري چې پایلې یې اجرائیوي ضمانت پيدا کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG