د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

روحاني: د شکایتونو کمېسیون د نوماندانو د لومړني لېست په اړه د شکایتونو ثبت ته چمتو دی


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاند علي رضا روحاني

د جمهوري ریاست د کاندیدانو د لومړني لېست له خپرېدا وروسته د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، د خلکو د شکایتونو او اعتراضونو لړۍ يې پیل کړې.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، هغه کسان چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو پر لومړني لېست او کاندیدانو شکایت لري، کولای شي چې له دوی سره تر دوو اوونیو خپل شکایتونه ثبت کړي.

د یاد کمېسیون ویاند ویاند علي رضا روحاني د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ چې کمېسیون يې د کاندیدانو د لومړني لېست له خپرېدا وروسته د شکایتونو او اعتراضونو اخیستو ته چمتو دی.

ده وویل:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانو لومړنی لېست په رسمي توګه اعلان کړ، نو ځکه سر له ننه مونږ اعلانوو چې که په دې هکله د هر ډول شکایتونو او اعتراضونو اخیستلو ته چمتو یوو، که هر څوک پر کاندیدانو څه شکایت ولري، کولای شي چې خپل شکایتونه له مونږ سره ثبت کړي چې مونږ به ورته د قانون سره سم رسېدنه وکړو."

د جمهوري ریاست د کاندیداتورۍ لپاره یو شرط هم په غیر مسؤلو وسله والو ډلو کې نه غړیتوب بلل شوی دی.

ښاغلی روحاني وايي، د ټولو خو د دې موضوع په اړه به د کمېسیون له خوا ځانګړې پاملرنه موجوده وي او که بیا هم د چا له خوا څه شکایت و، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون به ورته رسېدنه وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د کاندیدانو د اسنادو او مدارکو له څېړنو وروسته د کاندیدانو لومړنی لېست د سې شنبې په ورځ اعلان کړ.

محمد اشرف غنی، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، عبدالطیف پدرام، محمد ابراهیم الکوزی، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، شیدا محمد ابدالي، شهاب حکیمي، احمد ولي مسعود، محمد حکیم تورسن، ګلبدین حکمتیار، سید نورالله جلیلي، نورالحق علومي، عنایت الله حفیظ او نورالرحمان لېوال له هغو کاندیدانو څخه دي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو لومړني لېست ته یې لاره موندلې ده.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تمه لري چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون شکایتونه په وخت وڅېړي او د نهایي لېست د اعلان لپاره یې دې کمېسیون ته واستوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح الله سادات

"د انتخاباتو کمېسیون وتوانېد چې د سلواغې د میاشتې په ۱۶مه نېټه له مهالوېش سره سم لومړنی لېست اعلان کړي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون دې هم ډېره هڅه وکړي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو له مهالوېش سره سم پرمخ ولاړ شي."

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون باید خپلې څېړنې د حمل د میاشتې تر دوهمې نېټې پورې بشپړې کړي او د همدې میاشتې په درېیمه نېټه دې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته ولېږي.

په عین حال کې د فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید وایي چې خلک د قانون له مخې باید د کاندیدانو په اړه خپل شکایتونه د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وسپاري.

هغه د انتخاباتي شکایتونو له کمېسیونه هم غواړي چې د کاندیدانو په اړه شکایتونه او اعتراضونه د څارونکو په وړاندې وڅېړي، ترڅو د ده په خبره، شفافیت رامنځته او خلک له دې درکه ډاډه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG