د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت په هېواد کې د زعفرانو د کښت هڅې ډېرې کړې


ارشیف، په افغانستان کې د زعبرانو کښت
ارشیف، په افغانستان کې د زعبرانو کښت

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت په هېواد کې د زعفرانو د کښت هڅې ډېرې کړې دي.

افغانستان هڅه کوي چې د ډېرو زعفرانو له کرلو سره له یوې خوا د کوکنارو د کښت مخه ونیسي او له بلې خوا يې اقتصاد څه ښه شي.

د دغې هېواد د کرنې او مالداری وزارت د دغې مطلب له بیان سره وايي چې افغانستان روان کال د زعفرانو د تولید له کبله له هندوستان او ایران وروسته په نړۍ کې درېیم مقام لري.

د یاد وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دا وخت له هلمند پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې زعفران کرل کېږي او د کښت د ډېرېدو هڅې هم زیاتې شوې دي.

د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت ویاند اکبر رستمي
د افغانستان د کرنې او مالدراۍ وزارت ویاند اکبر رستمي

ده وویل:

"د افغانستان د زعفرانو صادرات په بې ساري توګه د ډېرېدو په حال کې دي او مونږ هیله مند یوو چې راتلونکی کال د زعفرانو د کښت، بسته بندۍ، صادراتو او تولید په برخه کې د پام وړ پرمختګ ولرو، زمونږ د پروګرام له مخې په راتلونکي کال کې به هم د زعفرانو تولید او هم صادراتو ته ډېرې زمینې برابرې شي."

د ښاغلي رستمي په وینا، روان کال د افغانستان د ۳۳ ولایتونو پر ۳۳ زره جريبه ځمکه زعفران کرل شوي وو چې تولید يې ۱۶ ټنو او عواید يې شل ميلیونه ډالرو ته رسېده.

له دې وړاندې د کرنې او مالداری وزیر نصیر احمد دراني ویلي چې سږ کال يې د زعفرانو ۱۳ ټنه صادرات لرل چې ډېره برخه يې هندوستان ته وه.

د راپورونو له مخې، له دې وړاندې تېر کال بیا افغانستان اته ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر کړي دي.

د افغانستان زعفران د کیفیت له اړخه په نړۍ کې لومړی مقام لري او تل ویل شوي چې زعفران په دغه هېواد کې د کوکنارو یو ښه بدیل ګرځېدای شي.

د زعفرانو ګل
د زعفرانو ګل

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه عبدالله واحدیار د زعفرانو ښه کیفیت او نړیوال بازار ته په کتو وايي چې که په هېواد کې د زعفرانو کښت ته پاملرنه ډېره شي، دا کار به د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې هم مهم رول ولوبوي.

دی زیاتوي:

"د زعفرانو د کښت اوتولید د ډېرېدو یوه لار دا ده چې بزګرانو ته د دغه ارزښتناک بوټي د ساتنې، پاملرنې او پاکولو لارې چارې ور وښودل شي، بله دا چې له بزګرانو سره باید مرستې وشي چې کښت ته یې مخه کړي، درېیمه دا چې د زعفرانو لپاره باید د اوبو ذخیرې جوړې شي، په دې صورت کې مونږ ډاډمن یوو چې د زعفرانو صادات به سلګونو ټنو ته ورسېږي."

دی وايي، په افغانستان کې له تولیدېدونکو مخدره موادو تر ډېره قاچاقبران او نړیواله مافیا ګټه اخلي، خو که زعفران د هغې ځای ونیسي، ګټه به يې تر ډېره خلکو او بزګرانو ته ورسېږي.

ښاغلی واحدیار ټينګار کوي چې د زعفرانو بسته بندي او پروسس باید په معیاري توګه تر سره او هڅه باید وشي چې د دغه هېواد با کیفیته زعفرانو ته له سیمې ور ها خوا عمده نړیوال بازارونه پیدا او ور صادر شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG