د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۱

پوهنې وزارت د افغان نجونو د ښوونې او روزنې د پالېسۍ پرانیسته وکړه

ارشیف، یو شمېر افغان زده کوونکې
ارشیف، یو شمېر افغان زده کوونکې

د افغانستان د پوهنې وزارت د افغان نجونو د ښوونې او روزنې د پالېسۍ پرانیسته وکړه.

د افغانستان د پوهنې وزارت ښوونې او روزنې ته د نجونو د لاسرسي په تړاو دغه نوې پالېسي په داسې حال کې جوړه کړې چې دا مهال ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه محروم دي چې ۷۵ سلنه‎ یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په دې اړه یوې ناستې ته وویل، د دې پالېسۍ هدف دا دی څو افغان نجونې زده‎کړې ته لاسرسی پیدا او د بې‎ سوادۍ کچه راټيټه شي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي
د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي

ده وویل:

"د دي پالېسۍ مهم اهداف دا دي چې څنګه نجونې ښوونې او روزنې ته لاسرسی پیدا کړي، کوم خنډونه موجود دي او د له‎منځه وړلو لپاره‎یې باید څه وشي، ترڅو نجونو ته اسانتیا برابره شي او ښوونځي ته لاړې شي."

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسیف ویلی چې په افغانستان کې څه باندې دوه میلیونه نجونې له ښوونځیو په بشپړه توګه بې‎برخې دي.

یونېسف وايي، د ښځینه ښوونکو نشتوالی او ناامني هغه دوه عمده عوامل دي چې د دغو ماشومو نجونو د درس مخه‎یې نیولې ده.

اخوا د پوهنې وزارت وايي چې جګړو او ټولنیزو دودونو د ډېرو نجونو د تعلیم مخه نیولې، خو دوی هڅه کوي چې د سیمه‎ییزو ښوونځیو په پروګرام کې د ډېر شمېر نجونو لپاره د زده‎کړو زمینه برابره کړي.

په ورته وخت کې حنا اصفي وردګ چې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق یا يونېسف له لوري د ځوانانو د سفیرې په توګه نومول شوې وايي، زده‎کړې ته د لاسرسي لپاره افغان نجونې له سختو کړاونو تېرېږي.

اغلې اصفي وايي، د پالېسۍ جوړول به تر یوه حده ګټوره وي، خو په وینا یې اړتیا ده چې په دې برخه کې لا نورې هڅې هم وشي.

دا وایي:

"ان‎شاءالله له دې وروسته به هره نجلۍ ښوونځي ته لاړه شي او زده‏‌کړې به وکړي په لاره اچول د دې پالېسۍ مهم او ګټور ګام دی، خو اړتیا ده چې نورې هڅې هم وشي."

د پوهنې وزارت وايي چې په ټول افغانستان کې څه باندې ۳۰ په سلو کې ښځینه ښوونکې درس ورکوي، خو هڅه روانه ده چې دا شمېر زیات شي او ورسره به په مستقیمه توګه له زده‎کړو محرومو نجونو ته هم د زده‎کړو ډېر چانس برابر شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

This item is part of
XS
SM
MD
LG