سلګونه ننګرهاریانو د چهارشنبې په ورځ په جلالاباد ښار کې د ولسمشر د دریځ او د افغان ملي امنيتي ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د طالب چارواکو د وروستیو څرګندونو پر ضد هم شعارونه ورکول چې د هېواد ملي ګټو سره په ټکر کې دي.
لاریون کوونکي وايي، ټول ولس د سولې پروسې ملاتړ کوي، خو هېڅچاته به اجازه ورنهکړي چې د نظام لاسته راوړنو او ملي ګټو په سر سودا وکړي.
دوی د ولسمشر د دریځ په ملاتړ او د سولې دښمنانو پر ضد شعارونه ورکول.
د لاریون ښځينه او نارینه برخهوالو په خپلو څرګندونو کې له امنيتي ځواکونو او د ولسمشر د دریځ نه کلک ملاتړ اعلان کړ او په خبرهيې که اړتیا شوه دوی به د نظام د بقا لپاره خپلو امنيتي ځواکونو سره په خوا کې په سنګرونو کې وجنګېږي.
دوی وویل:
"ملاله: موږ د دې په خاطر راغلي یو چې د خپلو ملي امنيتي ځواکونو نه ملاتړ اعلان کړو، ځکه همدوي دي چې موږ یو او که اړتیا شوه موږ به په سنګرونو کې هم له دوی سره اوږه په اوږه وجنګېږو."
"زیارمل: موږ تل د خپلو پوځیانو سره په څنګ کې ولاړ یو، له هر یوه سرتېري سره ۱۰ زره افغانان ولاړ دي، موږ هېڅکله زړې کيسې نهتکراروو ځکه اوس زموږ افغانستان جوړ دی."
د لاریون ځينو نورو برخهوالو بیا په مسکو کې د سولې د روانو خبرو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او ویېويل چې دا د سولې هڅې نه، بلکې د یو شمېر استخباراتي کړیو پروژه ده.
دوی ټینګار وکړ چې افغانان سوله غواړي، خو په خپل هېواد کې د افغانانو ترمنځ سوله غواړي.
یو تن لاریون کوونکي زیاته کړه:
"دا اوس چې کومې غونډې جوړېږي دا د خارجيانو دسیسې دي، موږ سوله غواړو، خو بینالافغاني سوله غواړو، موږ په افغانستان کې سوله غواړو، نور هېڅچا ته اجازه نهورکوو چې د سیمې استخباراتو په خوښه زموږ اردو منحل کړي، ستانکزي چې کومې څرګندونې کړي چې اردو دې منحل شي، زموږ غوښتنه دا ده چې خپلې خبرې دې بېرته واخلي."
پهدې وروستیو کې له افغان حکومت سره د طالب وسلهوالو د سولې خبرې تر پخوا ګرمې شوي چې له یوې خوا د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په منځګړیتوب چې د هغه په وینا هڅه کوي طالب مشران له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېنوي او بلخوا د افغانستان د سیاسي څېرو سره په مسکو کې مخامخ خبرې شوې دي.
که څه هم پهدې ناستو کې ټول ذکر شوي شرطونه رسنیو ته نهدي راوتلي، خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر پخواني مشر عباس ستانکزي په یوه ځانګړې مرکه کې د اردو منحل کېدو او د مؤقتې ادارې جوړېدو غوښتنه کړې وه چې د طالب مشرانو دا څرګندونې د ننګرهار په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د ولسونو له سخت غبرګون سره مخ شوې او په خبرهيې هېڅکله هغه سوله نهغواړي چې نظام او ملي ګټو ته پهکې تاوان وي.
راپور: شاه محمود شینواری