د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د کونړ اوسېدونکي: سوله غواړو، خو د افغان ځواکونو منحلول نه‌شو زغملی


ارشیف، افغان ملي اردو د عملیاتو پر مهال
ارشیف، افغان ملي اردو د عملیاتو پر مهال

د کونړ اوسېدونکي وايي سوله غواړي، خو د افغان ځواکونو منحلول ورته د منلو نه‌دي، که بهرني ځواکونه له هېواده وځي پروا يې نه‌شته، خو باید افغان ځواکونه نور هم پیاوړي شي، ځکه چې د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته به د ټول هېواد د ساتنې مسؤلیت د دوی پر غاړه وي.

پخوانی سناتور رفیع‌الله حیدري دل‌بار باجوړي ازادي راډیو ته وویل:

"په هېڅ ډول داسې سوله نه‌غواړو چې په هغه کې زموږ بنیادونه ونړول شي او یا مو په تېرو ۱۸ کلونو کې ترلاسه کړي پرمختګونه د خاورو سره خاورې شي، د کونړ خلک د امنیتي ځواکونو د پاشلو مخالف دي، ټول افغانان د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ولاړ دي."

باجوړي زیاته کړه، ملي اردو د افغانانو په وینو او قربانیو جوړه شوې، د دې په جوړولو کلونه کلونه تېر شوي او افغانان هېڅکله نه‌غواړي چې داسې کومه پېښه رامنځته شي او اردو له‌منځه لاړه شي.

ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد
ارشیف، د کونړ مرکز اسعداباد

په کونړ کې د حج او اوقافو رئیس مولوي نور المعبود احساس بیا وايي، د طالبانو په استازیتوب د هغوی د قطر دفتر مشر عباس ستانکزي په خپلو خبرو کې ویلي چې د امریکایانو له وتلو سره باید افغان امنیتي ځواکونه منحل شي چې دا خبرې افغانانو ته هېڅ‌کله د منلو وړ نه‌دي او که د افغان ځواکونو په منحلېدو او په هېواد کې د ۱۸ کلونو لاسته راوړنې د خاورو سره خاورې کېدو په بدل کې سوله راځي، نو دوی دا سوله نه‌غواړي.

کونړیان له وسله‌والو طالبانو غواړي چې باید د نورو په اشارو د خپل وطن د ورانولو او د افغان ځواکونو د منحلولو هڅه ونه‌کړي، خپلو هېوادوالو سره دې خبرو ته کېني، ستونزې دې په خپل منځ کې حل کړي.

دوی وايي، لکه څنګه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راغی او نن‌يې ټول افغان امنیتي ځواکونه شپه او ورځ په خدمت کې دي، نو طالبانو ته هم په‌کار دي چې د افغان ځواکونو د ځواکمن کولو هڅه وکړي، ځکه چې دا هېواد د ډېرو ستونزو سره مخ دی او منظمو ساتونکو ته اړتیا لري.

که څه هم افغانان د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیل‌زاد له‌خوا د افغان سولې له‌پاره پیل کړو هڅو ته هیله‌مند دي، خو غوښتنه‌يې دا ده چې باید په افغانستان کې داسې سوله راشي چې د افغانانو عزت، هویت، ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل ځای پاتې شي، داسې نه چې د سولې راتلو په نوم موجوده نظام او لاسته راوړنې له لاسه ورکړو او په هېواد کې یوې بلې کورنۍ جګړې ته زمینه برابره شي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG