د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۸

الکوزی: د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د سوداګرۍ کموالي پاکستان ته زیان رسولی


ارشیف/ تورخم ته تللې لار
ارشیف/ تورخم ته تللې لار

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې په کلني ډول شااوخوا يو میلیارد ډالره کموالی راغلی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې د دغه کموالي په نتیجه کې تر ډېره زیان پاکستاني سوداګرو او تولید کوونکو ته اوښتی دی.

د دغه خونې مرستیال خان‌جان الکوزی وايي، پاکستان په تېرو څو کلونو کې د سوداګرۍ اصولو ته پابند پاتې نه‌شو او افغان سوداګرو ته‌یې ډېر زیانونه واړول.

ښاغلي الکوزي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې افغان سوداګرو اوس دې ته ترجېح ورکړې چې د پاکستان پر ځای د سیمې نورو بازارونو ته مخه کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان‌جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"هم افغان او هم پاکستاني سوداګر زیانمن شوي، خو په پاکستان کې له يوه اړخه سوداګرو زیان لیدلی او له بله اړخه د اوړو، سمېنټو، اوسپنو، غوړیو او نورو خوراکي توکو تولیدوونکي له ستونزو سره مخ شوي او زیانونه‌یې لیدلي دي.​"

پاکستانۍ ورځپاڼې «دې نیوز» په‌خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې د پاکستان د خراب سیاست له امله په تېرو څو کلونو کې د دغه هېواد تولیداتو په افغانستان کې خپل ارزښت او بازار له لاسه ورکړی چې سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي.

دغې ورځپاڼې لیکلي چې اوس‌مهال له افغانستانه پاکستان ته صادرات زیات شوي او لکه څنګه چې د دغه هېواد ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، نور د دغه هېواد خلک په پاکستاني تولیداتو پورې تړلي نه‌دي.

په تېرو کلونو کې پاکستاني تولیداتو په افغانستان کې ډېر ګرم بازار درلود، ان تر دې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه نږدې دوه نیم میلیارده ډالرو ته رسېده چې ډېره سلنه‌یې پاکستاني صادراتو جوړوله.

خو څه موده وړاندې د پاکستان مرکزي بانک اعلان وکړ چې افغانستان ته د پاکستان صادرات کم شوي دي، اوس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه هم وايي چې له دغه هېواد سره‌یې په کلني ډول سوداګریزه راکړه ورکړه شااوخوا ۱،۳ میلیارده ډالرو ته راښکته شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم وايي چې د سیمې نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا سره له پاکستان سره‌یې سوداګریزه کچه په کافي اندازه ښکته شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي زیاته کړه:

"مطمئناً چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې د خپل دوه ګوني سیاست له امله افغان سوداګرو ته ډېر زیانونه واړول، خو اوس زموږ خصوصي سکټور له نورو بدیلو لارو ګټه پورته کوي، اوس يو سالم رقابت رامنځته شوی دی او هر هېواد چې ډېرې اسانتیاوې ولري، له هغه سره سوداګري زیاتېږي، هڅه کوو له ټولو ګاونډیانو سره د ګډو ګټو له مخې راکړه ورکړه ولرو.​"

دی وايي، افغانستان اوس په سوداګریزه راکړه ورکړه کې په پاکستان اتکا نه‌لري، بلکې د سیمې د هېوادونو بازارونو ته ښه لاس‌رسی لري او ان تر دې چې د چابهار او لاجورد له لارو یې د ترکیې، هند او اروپا بازارونو ته هم لاسرسی پیدا کړی دی.

د ښاغلي قوقندي په خبره، د افغانستان صادرات هم نورو هېوادونو لکه، عربستان، هند، پاکستان، چین، ایران، متحده عربي اماراتو او د منځني اسیا هېوادونو ته زیات شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG