د افغانستان مشرانو جرګه د امریکا د سنا د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له افغانستان او سوریې یې د امریکايي ځواکونو د ايستلو په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ لایحې ته د رد رأیه ورکړه.
د دغه جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا ولسمشر باید د دغه هېواد د سنا پرېکړې ته درناوی وکړي او پرېنهږدي چې افغانستان يو ځل بیا د ترورېستي ډلو په ځالې بدل شي.
ده زیاته کړه:
"لومړی خو زه د امریکا د سنا د دغې پرېکړې هرکلی کوم او دغه پرېکړه پر ځای بولم، ځکه که امریکا په دغه حساس وخت کې خپل عسکر له افغانستانه وباسي، دا په دې معنی ده چې موږ يو ځل بیا ترورېستانو ته مورال ورکوو او دا زمینه ورته مساعدوو چې د خپلو ناوړو فعالیتونو لپاره روحیه واخلي، پياوړي شي او ټولې نړۍ ته يو ځل بیا په ګواښ بدل شي."
ښاغلی صدیقي وايي، امریکايي ځواکونه باید تر هغې پورې په افغانستان کې پاتې شي چې له دغه هېواده د ترورېزم ټغر نهوي ټول شوی.
دا په داسې حال کې ده چې امریکايي سناتورانو د دوشنبې په ورځ هغې لایحې ته رأیه ورکړه چې له مخې یې ډونالد ټرمپ له افغانستان او سوریې د امریکايي سرتېرو په ايستلو کې بېړه نهشي کولای.
په دې لایحه کې چې اجرائیوي التزام نهلري، راغلي دي چې اسلامي دولت ډله یا داعش لاهم متحده ايالاتو ته يو ګواښ دی.
په لایحه کې چې د ۲۶ مخالفو رأیو په وړاندې په ۷۰ موافقو رأیو تصویب شوه، راغلي چې په افغانستان او سوریه کې د داعش ډلې پر ضد په مبارزه کې پرمختګ شوی دی، خو دا خبرداری هم ورکړل شوی چې له دې هېوادونو د پوځي ځواکونو بېوخته ایستل به سیمه بېثباته کړي او داسې تشه به رامنځته کړي چې بیا بهیې ایران او روسیه ډکوي.
اوسمهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره او په سوریه کې شااوخوا ۲۰۰ امریکايي سرتېري دېره دي.
امریکايي سناتورانو له ټرمپه غوښتي، تر هغه چې په افغانستان او سوریه کې د القاعده او داعش ډلې جرړې ختمې شوې نهوي، ټرمپ نهشي کولای چې خپل سرتېري له دغو هېوادونو وباسي.
د سناتورانو په خبره، ټرمپ دې د سرتېرو د ایستلو پر ځای د یادو ډلو د لهمنځه وړلو پر پلان کار وکړي.
په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض بیا وايي، نور د دې وخت رارسېدلی چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.
ده وویل:
"زه فکر کوم، نور هغه وخت رارسېدلی دی چې افغان رهبران او سیاسي جوړښتونه سره يو موټی شي او خپل هېواد په خپله رهبري کړي، بهرني سرتېري تاسو روسان هم وليدل او د انګلیسانو موجودیت هم دلته تاسو ته معلوم دی، بالاخره بهرني ځواکونه وتونکي دي او باید ووځي."
خو د امریکا په سنا کې د اکثریت مشر مېچ مکانل تر دې وړاندې ویلي وو چې دی او ډله بهیې د ټرمپ د اقداماتو مخنیوی وکړي او هغه ته به اجازه ورنهکړي چې په دومره بېړه خپل سرتېري له افغانستان نه وباسي.
بلخوا ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي دي چې خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، یوه وړه ډلګۍ به د استخباراتي معلوماتو لپاره پرېږدي، خو همدا چې حالات ګډوډ ورته ښکاره شي، ژر به بېرته افغانستان ته ځواکونه لېږي.
راپور: محمد واصل وصال