په ارزګان ولایت کې د ملي امنیت ادارې مسؤلین وايي چې په دغه ولایت کې په تېرو درېیو میاشتو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د وسلهوالو طالبانو شمېر کم شوی او د جګړې له لیکو وتلي دي.
دغه اداره وايي، په دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو شپنیو عملیاتو ښه پایله ورکړې ده.
خلک هم مني چې جګړه کمه شوې، خو وايي چې وسلهوال طالبان لاهم د ترینکوټ ښار په څنډو کې شتون لري او کمربندونه پر خپل ځای پاتې دي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ: