د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ځينو بنسټونو سره د فني او حرفوي زده‌کړو هوکړې وکړې


ارشیف، یو تن افغان نجار
ارشیف، یو تن افغان نجار

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اقاخان نړیوال بنسټ او یو شمېر نورو نړیوالو مؤسسو سره د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره د ۷.۶ میلیونه ډالرو په لګښت هوکړې لاسلیک کړې.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت له اقاخان نړیوال بنسټ، د ژغورنې نړیوالې کمېټې، د اسیا د ټولنې د پراختیا مؤسسې او د ښځو د روزنې تعلیمي مؤسسې سره په ګډه د فني او حرفوي زده‌کړو هوکړې وکړې.

د دغه هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض‌الله ذکي د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل چې له دغو نړیوالو بنسټونو سره هوکړې به ګڼو ځوانانو ته د حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي
د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي

​دی وایي:

"نن څلور هوکړې وشوې چې له مخې به‌یې په ۱۴ ولایتونو کې ۱۲۴۷۰ کسانو نجونو او هلکانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شي."

په ټوله‌ییزه توګه دغه هوکړې د ۷،۶ میلیونه ډالرو په لګښت وشوې چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت‌یې د بې‌کارۍ د کچې د راټيټولو او ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو کې اغېزمن بولي.

په دغو هوکړو کې ځينې نوې څانګې هم لکه د زعفرانو پروسس، ایکو تورېزم، د هوټل لرلو مدیریت، کرنیزې وړتیاوې، د شاتو د مچیو روزنه، د مڼو د باغونو جوړول او یو شمېر نورې جوړې شوې دي چې له مخې یې د اوسني وخت په مطابقت سره ځوانان په اسانه توګه کولای شي چې ژر کار ومومي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د فني او حرفوي زده‌کړو ۷۰ سلنه فارغانو ته تر دې دمه د کار زمینه برابره شوې چې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.

د نړیوال بانک د وروستیو احصائیو له مخې چې افغان حکومت‌یې هم تأییدوي، په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر ۱،۹ میلیونه کسان بې‌کاره دي.

د نړیوال بانک نښان
د نړیوال بانک نښان

​تر دې وړاندې افغان حکومت ویلي وو چې د بې‌کارۍ د کچې د راټيټولو لپاره به ۷۰ سلنه ښوونځي حرفوي کړي چې له ښوونځيو فارغ کسان هم وکولای شي چې په ټولنه کې په فعاله توګه ونډه ولري.

له دې سره په افغانستان کې د اقاخان نړیوال بنسټ استازی نجم‌الدین نجم چې په دغه غونډه کې یې ګډون درلود، ژمنه وکړه چې راتلونکي کې هم د هېواد پراختیا او پرمختګ لپاره پلانونه لري او ګڼ ولایتونه به‌یې د دغو پلانونو تر پوښښ لاندې وي.

ده وویل:

"موږ هیله‌مند یوو چې په دومره موده کې مو چې څومره کارونه پیل کړي، بیا هم د دې لامل وګرځي چې په یو شمېر ولایتونو کې یې چې د کار تړونونه لرو، په راتلونکي کې هم د کار زمینه برابره کړي."

د کار او ټولنیزو چارو وزارت هیله څرګنده کړه چې که یو شمېر خصوصي او نړیوالې مؤسسې او ټولنې یې لاسنیوی وکړي، ژر به د ټول هېواد په کچه د بې‌کارۍ ګراف ورسره راټیټ شي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG