د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د انتخاباتو پر کمېسیون د یو شمېر څارونکو او مدني فعالانو نیوکې!


د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لوحه

د مدني ټولنې یو شمېر غړي او ځيني انتخاباتي څارونکي بنسټونه وايي، انتخاباتي بهیر چې د قانون پر بنسټ‌یې وخت ټاکل شوی، قصدي، سیاسي او د کمېسیون د ناغېړۍ له امله ځنډېږي.

د انتخاباتو په بهير کې ځنډ د انتخاباتي څارونکو له انده د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کړنې له بېلابېلو پوښتنو سره مخ کړي.

یاد څارونکي وايي، له کمېسیونه‌یې د انتخاباتي بهیر د ځنډ له پرېکړې پرته د نور څه تمه نه‌درلوده.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۶» ازادي راډيو ته وویل چې په انتخاباتي بهیر کې ځنډ عمدي، سیاسي او د کمېسیون د ناغېړۍ له امله رامنځته شوی دی.

دی وایي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې کومې مدریتي او تخنیکي ستونزې درلودې، په ولسمشریزو انتخاباتو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دی، له دې نور ځنډ نه‌شو زغملی، ځکه کمېسیون انتخاباتو ته هېڅ ډول چمتووالی نه‌لري او له یو کړکېچن وضعيت سره مخ دی، په پروسه کې ځنډ له شک پرته په راتلونکې مرحلې ناوړه اغېزې لري."

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

​دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست د سې شنبې په ورځ اعلان کړی وی، خو د دغه کمېسیون چارواکي وايي، د بېلابېلو عواملو له امله نه‌دي توانېدلي چې دغه لېست اعلان کړي.

خو د قانون له مخې کمېسیون یوازې دوه اوونۍ وخت لري چې د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو لومړنی لېست خپور کړي.

د کاندیدانو دوه ګونی تابعيت له هغو موضوعاتو شمېرل کېږي چې د انتخاباتو د څار د یو شمېر بنسټونو په وینا، کمېسیون تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې په دې اړه اسناد له بهرنیو چارو وزارته ترلاسه کړي.

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې دوی د احتمالي کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د دوګوني تابعیت په اړه د دوو مکتوبونو په استولو سره له بهرنیو چارو وزارته معلومات غوښتي، خو یاد وزارت لا تر اوسه دوی ته په دې هکله بشپړ وضاحت نه‌دی ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ادعاوې ردوي او وايي چې دغه وزارت تر اوسه کمېسیون ته دوه بېلابېل مکتوبونه لېږلي، خو کمېسیون‌یې تر اوسه مکتوبونو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

د انتخاباتي څارونکو په باور، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تر اوسه نه‌دی توانېدلی چې د ولسي جرګې د ۱۵ ولایتونو نتایج اعلان کړي.

دغه انتقادونه داسې مهال کېږي چې تېره اوونۍ ولسمشر غني په دغه کمېسیون کې د جدي اصلاحاتو په راوستلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د ولسمشرۍ انتخابات به د راتلونکي لمریز کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره کوي.

په‌ دغو انتخاباتو کې د سیالۍ لپاره ۱۸ کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

د مدني ټولنې یو شمېر غړي وايي، د انتخاباتو په پروسه کې ځنډ به ناوړې پایلې ولري.

د مدني ټولنې يوه مسؤل عزيز رفيعي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان دولت مکلف دی چې ملي پروسې په هر ه بیه چې وي، خلکو ته مهیا کړي، نه دا چې له ستونزو او خنډونو سره‌یې مخ کړي، په خواشینۍ سره چې وروستۍ پېښې څرګندوي چې یو شمېر هغه فرصتونه چې خلک راټولولای شي، له کړکېچ سره‌یې مخ کړي."

ښاغلي رفیعي وویل، د انتخاباتو په چارو کې ځنډ د سولې په ناستو په ځانګړي ډول د مسکو پر غونډې هم ناوړه اغېزې لري.

نوموړي وړاندیز وکړ چې حکومت باید د کمېسیون په چارو کې د لاسوهنې پر ځای د افغانستان د خلکو سیاسي مشارکت د برخلیک لپاره کار وکړي، که نه دا به د افغانستان راتلونکی له نا معلوم برخلیک سره مخ کړي.

خو جمهوري ریاست په دې برخه کې ادعاوې بې‌بنسټه ګڼي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG