د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د بهرنیو چارو وزارت: د انتخاباتو کمېسیون مو مکتوبونه نه‌دي ځواب کړي


د انتخاباتو د کمېسیون لوحه
د انتخاباتو د کمېسیون لوحه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د تابعيت په اړه د دغه وزارت مکتوبونو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د تابعیت په اړه خپلې څېړنې پيل کړي، څو دا معلومه کړي چې د ۱۸ نوماندانو له ډلې کوم یو یې د کوم بل هېواد تابعیت لري او که نه؟

دغه وزارت وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ۱۸ واړو نوماندانو په اړه‌یې له هېواده بهر د افغانستان ټولو سیاسي څانګو ته مکتوبونه لېږلي، خو تر دې مهاله زیاترو اروپايي او امریکايي هېوادونو دوی ته د اړتیا وړ معلومات نه‌دي وړاندې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې اروپايي او امریکايي هېوادونو له دوی د نوماندانو له‌خوا د صلاحیت پاڼو د وړاندې کولو غوښتنه کړې.

نوموړی وايي، د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه غوښتي چې د نوماندانو صلاحیت نامې دوی ته ولېږي، خو دغه کمېسیون تر دې مهاله په دې اړه د دوی مکتوبونو ته ځواب نه‌دی ویلی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي

دی وایي:

"زموږ غوښتنه له کمېسیونه دا وه چې په دې اړه موږ ته ژر ځواب راکړي، خو له بده مرغه تر اوسه دوی هېڅ ځواب نه‌دی راکړی او تر دې مهاله‌یې موږ ته د نوماندانو او د دوی د مرستیالانو صلاحیت پاڼې او د پاسپورټونو رنګه کاپيانې نه‌دي رالېږلي."

د قانون له مخې، هغه کسان چې ځانونه ولسمشریزو انتخاباتو ته نوماندوي، باید د بل هېواد تابعیت ونه‌لري.

همدارنګه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د ولسمشریزو انتخاباتو د نوماندانو د دوه ګوني تابعیت په اړه معلومات له بهرنیو چارو وزارته ترلاسه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد د يکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې دوی د احتمالي کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د دوهم تابعیت په اړه د دوو مکتوبونو په استولو سره له بهرنیو چارو وزارته معلومات غوښتي، خو دې وزارت لا تر اوسه دوی ته په دې هکله بشپړ وضاحت نه‌دی ورکړی.

خو د بهرنیو چارو وزارت بیا دا ادعاوې ردوي او وايي چې تر دې مهاله دغه وزارت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته دوه مکتوبونه استولي، خو کوم ځواب‌یې نه‌دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات چې ټاکل شوې د راتلونکي کال د چنګاښ په ۲۹مه ترسره شي، ۱۸ تنو ورته ځانونه نوماند کړي دي.

د ولسمشریزو انتخاباتو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د سلواغې په ۱۶مه د نوماندانو لومړنی نوملړ اعلان کړي، خو د دغه کمېسیون د مرستیالې ویاندې شیما علم سروش په خبره، د نوماندانو د دوه ګوني تابعیت په اړه د څېړنو د نه‌بشپړېدو له امله ښايي چې دغه نوملړ په راتلونکو ورځو کې اعلان شي.

اغلې سروش وايي، په دې برخه کې د همکاریو لپاره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نن د نوماندانو له استازو سره په کابل کې يوه ناسته هم ترسره کړې.

دا وایي:

"د بهرنیو چارو وزارت صلاحیت لري چې موږ ته ځواب ورکوونکی وي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د يوې همکارۍ له مخې نن په کابل کې د نوماندانو له استازو سره يوه علني جلسه وکړه او پر وړاندې پرتې ستونزې يې له دوی سره شریکې کړې، خو دا چې نوماندان څه کوي، په دې اړه موږ لا کوم معلومات نه‌لرو."

بل‌خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د لازمو تیاریو له لرلو پرته د نوماندانو د نوم‌لیکنې بهیر پیل کړ.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید

د نوموړي په خبره، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د ولسمشریزو انتخاباتو اړوند پروګرامونه په بیړه مخه ته یونه‌سي، ځکه د ده په خبره، د پروګرامونو په پلي کولو کې بيړه چارې له ستونزو سره مخ کوي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG