د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

د انتخاباتي شکایاتو له کمېسیونه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غوښتنه!


ارشیف، د رأیو صدوقونه
ارشیف، د رأیو صدوقونه

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه هېواد د شکایتونو له کمېسیونه غواړي چې ژر تر ژره دې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان په تړاو خپله پرېکړه ورسره شریکه کړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي، د شکایتونو کمېسیون باید ژر تر ژره د پاتې ۱۵ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان لپاره د خپلو څېړنو په تړاو خپله پرېکړه له دغه کمېسیون سره شریکه کړي.

د دغه کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ټول اسناد او شواهد د شکایتونو کمېسیون ته سپارلي، خو لا هم د شکایتونو کمېسیون د پاتې ولایتونو د وروستیو پایلو په اړه له دوی سره د خپلو څېړنو په تړاو پرېکړه نه‌ده شریکه کړې.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیر ابراهیمي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیر ابراهیمي

​ده وویل:

"موږ هیله‌مند یوو چې ژر تر ژره به د شکایتونو کمېسیون خپلې موندنې وروستۍ کړي او موږ ته‌یې راواستوي، تر څو موږ د هغو له مخې د پاتې ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړو او څرنګه چې تاسو پوهېږئ، دغې پروسې وخت ونیوه او په هېڅ لامل دا خبرې پلمه کېدای نه‌شي."

‌د ښاغلي ابراهیمي په خبره، تر دې دمه د ۱۸ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوي او د کابل په ګډون د ۱۵ نورو پایلې پاتې دي.

ښاغلی ابراهیمي وایي، د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته‌یې د ولسي جرګې د انتخاباتو د پایلو نوملړ شکایتونو کمېسیون ته سپارلی و چې په ټاکل شوي وخت او په دې اړه اعتراضونه د قانون په چوکاټ کې وڅېړي او پایلې یې بېرته له دغه کمېسیون سره شریکې کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول چې ګڼ انتقادونه‌یې له ځان سره لرل.

له دې وړاندې په مقطعه‌یي ډول د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د مدني ټولنې او پر انتخاباتو د څارونکو بنسټونو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې وې.

اوس د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اعلان کې ځنډ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولې دي.

​له دې سره د شکایتونو کمېسیون کمېشنر عبدالبصیر فایز ازادي راډيو ته وویل، د پنځو نورو ولایتونو لوګر، غور، بادغیس، پکتیا او هرات څېړنې هم بشپړې شوي او د نورو ولایتونو پایلې به هم په راتلونکي کې بشپړې شي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کمیشنر عبدالبصیر فایز
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون کمیشنر عبدالبصیر فایز

دی زیاتوي:

"موږ هڅه کوو چې د ټاکل شوي قانوني وخت په مطابقت خپل کارونه خلاص کړو او اوس د پنځو ولایتونو کارونه بشپړ شوي او موږ هغه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په اختیار کې ورکړي، د شکایتونو حجم ته په کتو دغه پروسه وخت نیسي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پخوانی مشر او د انتخاباتو د چارو پوه نجیب‌الله احمدزی وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو ترمنځ نه‌همغږي د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو په اعلان کې د ځند لامل ګرځېدلې ده.

هغه ټینګار وکړ چې انتخاباتي کمېسیونونه باید د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستیو پایلو د روڼوالي لپاره له یو بل سره په پوره همغږۍ کار وکړي، تر څو د دغو انتخاباتو د وروستیو پایلو اعلان هم خلکو او هم نوماندانو ته د منلو وړ وي.

‌‌راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG