د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ادارې یا «سیګار» هغه راپور نهمني چې په افغانستان کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې لپاره په وروستیو ۱۸ کلونو کې ۹ میلیارده ډالره لګېدلي او دا هېواد بیا هم د نړۍ د مخدره موادو د تولیدوونکو تر ټولو لوی هېواد شمېرل کېږي.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د وزارت مرستیال سید فیصل حسیني پهدې اړه د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل:
"کېدای شي دوی هغه ادرسونه او مراجع چې مصرفیې پهکې کړی، اعلان کړي چې عامه ذهنونه روښانه شي. د ملي یووالي د حکومت پر مهال هغه څه چې د حکومت او مرستندویانو ترمنځ د یو پلان او فورم له مخې د دغه وزارت په ادرس مصرف شوي، ډېرې لږې پیسې دي. حال دا چې ۹ میلیارده ډېرې دي. پهدې برخه کې زموږ وزارت ځواب ورکوونکی دی."
سیګار یا د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا پلټونکې ادارې دا هم ویلي، پر هغو سیمو چې طالبان پرې نفوذ لري، پر څه باندې یو لکو ۳۰ زره هکتاره ځمکهیې کوکنار کرل کېږي.
د سیګار په راپور کې راغلي هغه سیمې چې د دولت تر حاکمیت لاندې دي، په درېیمه برخه ځمکه کې یې هم کوکنار کرل کېږي چې یو شمېر پوځي او غیر پوځي چارواکي پهکې لاس لري.
د چارو پوهان وايي، مخدره مواد د افغانستان لپاره له ترورېزم نه ډېر خطرناک دی، خو له بدهمرغه چې پر ضد یې د حکومت او مرستندویو هېوادونو او مؤسسو لهخوا همغږې هڅې نهدي شوي.
د دغو کارپوهانو له ډلې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې پخواني وزیر جنرال خدایداد ازادي راډیو ته وویل:
"د مخدره موادو وضعیت د هېواد له امنیتي وضعیت سره مستقیمې اړیکې لري. په خواشینۍ سره چې ډېرې پیسې مصرف شوي، خو د جنګ له امله، نړیوالې ټولنې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې له ارګانونو سره، څرنګه چې لازمه وه همغږي رامنځته نهکړه. له دې امله ډېرې پیسې ولګېدې او نتیجهيې هم په اوسنیو شرایطو کې په بشپړه توګه منفي ده."
پخوا تر دې ځینو بهرنیو څېړونکو مؤسسو ویلي چې د مخدره موادو په تولید او قاچاق کې د افغان دولت وسلهوال مخالفین هم لاس لري.
د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ډېر ځله ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت او د مخدره موادو په تولید کې سربېره په وسلهوالو مخالفینو، کورني چاقاق کوونکي او د سیمې او نړۍ لویه مافیا ښکېله ده او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې پهدغه مبارزه کې له افغان حکومت سره دوامداره مرسته وکړي.
راپور: خان محمد سیند