په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ریکا د اقتصادي همکاریو د سازمان د همغږۍ لومړۍ ناسته په کابل کې وشوه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ریکا د اقتصادي سازمان د سفیرانو د همغږۍ ناسته د دغه سازمان د دوه کلنو فعالیتونو د ارزولو او راتلونکو پلانونو د ښه پلي کېدو لپاره مهمه بولي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د يکشنبې په ورځ په کابل کې دغې ناستې ته په وینا کې په سیمه کې د افغانستان په تاریخي رول او اهمیت ټینګار وکړ.
ده وویل:
"موږ په سیمه کې د خپل تاریخي رول بیا ژوندي کولو ته ژمن یوو، موږ غواړو چې افغانستان په سیمه کې يو ځل بیا د وصل د نقطې په توګه د ټولو هېوادونو لپاره د پایدارې پراختیا او ثبات لپاره د پل حيثیت ولري."
ښاغلي رباني زیاته کړه چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګښت کولای شي چې دغه هېواد له اقتصادي اړخه د سیمې لپاره د وصل په نقطې بدل کړي.
د اقتصادي همکاریو سازمان يا ریکا اووم پړاو ناسته دوه کاله وړاندې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې ترسره شوې او ټاکل شوې چې اتم پړاو ناسته د ۲۰۱۹ میلادي کال په ورستیو کې په ازبکستان کې وشي.
د افغانستان لپاره د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس یا "ریکا" په ۲۰۰۵ میلادي کال کې جوړ شوی او تر دې مخکې یې په کابل، استانبول، نوېي ډيلي، اسلاماباد او ترکمنستان کې غونډې کړې دي.
دغه سيمه ييزه همکاري په اقتصادي ودې، د بېوزلۍ په له منځه وړلو، سيمه ييز اقتصاد او امن راڅرخي.
د يو شمېر راپورونو له مخې، هند او پاکستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو د نللیکې د پروژې تمدید، له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا لېږد او د چابهار د ټرانزیټي دهلېز پرانيستل کېدل د ریکا د اقتصادي همکاریو سازمان له مهمو پروژو ګڼل کېږي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ریکا د همکاریو سازمان د سفیرانو د همغږۍ د ناستې ترڅنګ د دغه وزارت په انګړ کې د ریکا د څېړنو او ارزونو د مرکز پرانېسته هم وکړه.
د دغه مرکز د پرانيستلو هدف د څېړنې ظرفیت، د څېړنیزو همکاریو پراختیا او په سیمه کې د سوداګرۍ د کچې لوړول او د پراختیايي پالېسيو پیاوړتیا ده.
په ورته وخت کې يو شمېر اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي چې د ریکا د اقتصادي همکاریو سازمان کنفرانسونه په عمل کې ګټور نه دي تمام شوي.
د دغو کارپوهانو له ډلې سیف الدین سیحون په کابل کې د ریکا د همکاریو سازمان د سفیرانو د همغږۍ ناستې ته په اشارې سره ټینګار کوي چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د روحیې پياوړتیا ډېره مهمه ده.
دی وایي:
"تر دې مهاله له دغو همکاریو افغانستان په عمل کې کومه ګټه نه ده لېدلې، خو په ټوله کې سیمه ییزه همکاري مهمه ده، ځکه د سیمې هېوادونه باید په اقتصادي، تجارت او ټرانزیټ او امنیتي او سیاسي برخه کې همکاري ولري او دغه روحیه باید دوی رامنځته کړي او دا ځکه چې نړۍ د سیمه ییزې همګرایۍ پر لور روانه ده او دا پوهاوی باید افغانستان او سیمه هم ولري."
ښاغلی سیحون وايي، اوسمهال افغانستان او سیمه له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ ده چې دوی اړباسي چې د اقتصادي همکاریو پر ځای په نورو شخړو کې ښکېل شي چې دغه چاره د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ناوړه اغېزه ښندي.
راپور: محمد واصل وصال