د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

د خوست سلګونو اوسېدونکو د ارمان لوڼي وژل کېدل وغندل


نن د یکشنبې د ورځې مازیګر مهال د خوست سلګونو اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مخکښ غړي محمد ابراهیم ارمان لوڼي وژل کېدل وغندل او د پاکستان له پوځ او ریاسته يې وغوښتل چې د دا ډول کړنو مخه ونیسي.

د لاریون ګډونوال د ښار په سړکونو او کوڅو کې وګرځېدل، د لر او بر پښتون د یووالي، د پښتنو د ژوند او مال د خوندیتوب او پښتنو ته يې د خپلو حقوقو د ورکولو په پلوۍ شعارونه ورکړل.

د ارمان لوڼي د وژنې په غرګون د خوست د سلګونو اوسېدونکو یو انځور
د ارمان لوڼي د وژنې په غرګون د خوست د سلګونو اوسېدونکو یو انځور

د یاد لاریون یو تن ګډونوال فریدالله قربان ازادي راډيو ته وویل چې د خوست خلک په دې پېښه سخت خواشیني شوي او د دې لاریون ګډونوال پښتنو ته خپل حقوق غواړي.

د ده په وینا، دې خلکو دا غږ اوچت کړ چې لر او بر پښتانه سره یو دي او دوی به د پښتنو پر وړاندې د هر ډول زور زیاتي په ضد خپل غږ اوچت کړي.

مدني فعال جلال حقیقت ځدراڼ وايي، د لاریون ګډونوالو د هغه تشدد غندنه وکړه چې د ارمان لوڼي سره او یا له دې مخکې پښتنو سره شوي دي.

د ده په وینا چې لر او بر ټول پښتانه د پښتون ژغورنې غورځنګ له روا غوښتنو څخه ملاتړ کوي او تر شا به يې ودرېږي.

یو تن استاد نجیب الله هم په خپلو خبرو کې د پاکستان له پوځ او حکومته وغوښتل چې په راتلونکي کې د دا ډول پېښو مخه ونیسي او پښتنو ته يې خپل حقه حقوق ورکړي.

د لوڼي د وژنې په غبرګون کې په ورته توګه په سوات، پېښور، ډېره اسماعیل خان، ژوب، کوټې، جلال اباد او کابل کې یو شمېر غونډې او مظاهرې شوې دي.

په جلال اباد او کونړ کې د ارمان لوڼي غایبانه جنازې وشوې او په کابل کې یې هم د دې وژنې پر ضد غونډه شوې ده.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG