د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا وايي، د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې به له هغه کاندیده ملاتړ وکړي چې یو جامع پروګرام او د خلکو او هېواد په ګټه کړنلاره ولري.
دغه شورا وايي، دغه ګوند به په راتلونکو انتخاباتو کې د افرادو او اشخاصو نه، بلکې له هغه ټیمه ملاتړ وکړي او کامیابۍ ته به یې ورسوي چې په پروګرام او کړنلاره کې یې د هېواد ګټي او د جهاد ارزښتونه تضمین شوي وي.
د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا رئيس سید ابراهیم عماد د یکشنبې په ورځ د یاد ګوند د رهبرۍ او اجرائیه شورا د غړو په ناسته کې وویل، د هغو کاندیدانو ملاتړ به ونه کړي چې کلونه کلونه یې د شخصي ګټو په خاطر معاملي کړې دي.
ده زیاته کړه:
"د افغانستان اسلامي جمعیت ځینې کسان تر ننه د خپلو شخصي ګټو په خاطر بېلابېلو کمپنیو ته ورغلل، دوی زموږ ملاتړ نه لري، د افغانستان د اسلامي جمعیت ټول غړي اوس د مذاکرو په حال کې دي چې په کوم ډول انتخاباتي کمپ کې شامل شي."
د ده په خبره، دوی به د هغه کاندید ملاتړ وکړي چې کړنلاره یې ملي وي او جهادي ارزښتونه په کې تضمین شوي وي.
ښاغلی عماد وايي، مهمه نه ده چې دا کاندید د جمعیت له ګونده وي او که نه، خو په میلیونونو رأیو به يې بریالیتوب ته ورسوي.
د جمعیت اسلامی افغانستان د ګوند ځینو غړو دا هم وویل، نور به هغو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې له جمعیت اسلامي افغانستانه د ځانونو په ګټه کار واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د عبدالله عبدالله ملاتړ وکړي.
بل خوا د دغه ګوند بل غړی محمد یونس قانوني ولسمشریزو انتخاباتو ته د کاندید حنیف اتمر له ټیم سره یوځای شوی دی.
هڅه مو وکړه چې د صلاح الدین ربانيپه مشرۍ د جمعیت اسلامي افغانستان د مسؤلینو نظر هم ولرو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو ځیني پوهان وايي، د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د دغه ګوند د غړو ترمنځ خفګانونه په یاد ګوند کې د انشعاب لامل شوي دي.
د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، د برهان الدین رباني له وژل کېدو وروسته د یاد ګوند غړو د ده زوی صلاح الدین رباني د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر وټاکه چې دغه موضوع د ګوند د غړو د نارضایتۍ لامل شوه.
دی وایي:
"یو شمېر شخصیتونو بېله ادعا لرله چې د جمعیت په رأس کې راشي خو یو شمېر نورو صلاح الدین رباني د ګوند مشر کړ، کله چې صلاح الدین رباني وټاکل شو، د ګوند یوې برخې انشعاب وکړ چې مشر یې عماد و او ویې ویل چې دا نه کېږي چې جمعیت دې میراثي وي."
ښاغلی رنجبر وايي، د جمعیت اسلامي افغانستان د موسس برهان الدین رباني له وژل کېدو مخکې هم د دغه ګوند ځینو غړو په جلا جلا فعالیتونو لاس پورې کړ.
دده په خبره، یونس قانوني له هغو کسانو و چې له جمعیته جلا او د افغانستان نوین په نوم ګوند یې جوړ کړ.
راپور: خان محمد سیند